کندوز کې د جارجيا هېواد دفاع پر وزير ډزې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۶) د راپورونو پر بنسټ، کندوز ولايت ته د جارجيا هېواد د دفاع وزير ليون ايزوريا د سفر پر مهال پر نوموړي ډزې شوي دي.

د ايرنا خبري اژانس او ځينو نورو رسنيو د جارجيا د دفاع وزارت له قوله ليکلي، په کندوز کې د جارجيا هېواد عسکرو پر پوځي کمپ کې هغه مهال پر نوموړی غير مستقيمې ډزې وشوې چې هغه د خپل هېواد د پوځيانو پر ليدو بوخت و.

سرچينې دا نه ده په ډاګه کړې چې دا وسله والې ډزې وې او که پر ياده اډه توغنديز برید یا د هاوان مرمۍ وار شوي.

د کندوز يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، وړمه ورځ دغې ولايت ته د جارجيا هېواد د دفاع وزير ليون ايزريا او د جرمني ځواکونو لوړپوړي چارواکي ورغلي و.

د سرچينې په وينا، دغو چارواکو له کندوز وروسته د مزارشريف ښار ته نږدې د يوې پوځي اډې ليدنه کړې او هلته يې د ناټو قوماندان جنرال ولف جورجين ستال سره وکتل.

جارجيا دا مهال په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې ۸۷۰ عسکر لري چې وخت ناوخت په ځينو عملياتو کې هم برخه اخلي.

تر اوسه د دغه بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی خو ډيرکله طالبان په کندوز، فراه، هلمند، جلال اباد، بګرام او د هېواد په نورو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو په پوځي اډو توغنديز بريدونه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close