کندوز: ګډوځواکونو پنځه تنه ولسي کسان وژلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱)

د دولت پلوه وسلوالو ملیشو له لوري د ولسي مرګ ژوبلې لړۍ په خورا توندۍ سره مخ پر وړاندې روانه ده؛ په همدې لړ کې تیره شپه یو ځل بیا امریکایي او افغان ځواکونو د کندوز ولایت د دشت آرچي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ولسي خلکو پر میشت ځایونو چاپه وهلې.
خبر زیاتوي، چاپه د قرلق په سیمه کې لویدلې او ګډو ځواکونو لومړی د خلکو کورونه تلاشي کړي، وروسته یې ترې قیمتي اجناس وړي دي.
د سیمې خلک وایي، ګډوځواکونو په دغه شپنۍ چاپه کې پنځه (۵) تنه کلیوال وګړي په مخامخ ډزو شهیدان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکایانو او داخلي ملګرو یې تیره ورځ د لوګر په محمد آغه ولسوالۍ کې شل تنه ملکي هیوادول،په لغمان کې ۳ تنه میرمنې او په ځینو نورو ولایاتو کې هم ګڼ شمیر ولسي کسانو ته مرګ ژوبله واوړوله.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close