کنړ: د ولسي جرګې د نوماند درې کمپاينران وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۹)

د کنړ ولايت په نرګ ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د يوه نوماند پر مېلمستون بريد کې د هغه درې کمپاینران وژل شوي دي.

ولسي جرګې ته نوماند عطاءالله صافی وايي، تيره شپه يې د نرنګ ولسوالۍ مربوط سيمه کې پر مېلمستون وسله والوبرید کړی چې درې تنه کمپاينران پکې وژل شوي دي.

نوموړی وايي، وژل شوي کسان يې درېيواړه خپلوان دي او د ده لپاره يې کمپاين کې همکاري کوله.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم پېښه تاييدوي زياتوي تر اوسه معلومه نه ده چې دا بريد د چا له لوري شوی دی.

له کونړ څخه د درې مېرمنو په ګډون يودېرش کسانو ولسي جرګې ته ځانونه کانديد کړي دي.

وړمه ورځ په خوست کې د ولسي جرګې د کانديد عبدالولي اخلاص پر کمپاينرانو هم چاودنه شوې وه چې د هغه څو تنه پلويان پکې ژوبل شوي و.

تر اوسه د دغه چاودنو مسولیت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close