کنړ: د ګډو ځواکونو عملياتو کې شپږ ملکيان وژل شوي- غبرګون کې يې خلکو لاريون کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۸)

تيره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د کنړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې عمليات کړي چې پر مهال يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه عمليات د يادې ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې شوي چې د ځايي اوسېدونکو په وينا عملياتي عسکرو شپږ ملکي وګړي وژلي او څو تنه نور يې ټپيان کړي دي.

د ملکي خلکو د وژل کېدو په غبرګون کې نن د يادې ولسوالۍ لسګونه کسانو لاريون وکړ او د څو ساعتونو لپاره يې د جلال اباد- اسعداباد لاره تړلې وه.

لاریون کوونکو وويل، په ملکي خلکو د عملياتو لړۍ او د هغوی وژل کېدل بند نه کړي نو له يوې مخې به د حکومت پر وړاندې پاڅون وکړي.

دوی وايي، په عملياتو کې وژل شويو کسانو له هيڅ کومې وسله والې ډلې سره اړیکې نه لرلې او داعش او طالب په نومونو وژل شوي دي.

د کنړ د والي وياند غني مصمم هم مني چې په سيمه کې د ځانګړو ځواکونو له لوري عمليات شوي چې شپږ کسان پکې وژل شوي خو زياتوي چې يادې سيمې ته يې پلاوی استولی څو معلومه کړي چې وژل شوي کسان ملکیان دي که وسله وال.

شاوخوا يوه مياشت مخکې هم د دغه ولايت په نرنګ ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو عمليات کړي و چې پر مهال يې د يوه نوماند درې ساتونکي وژل شوي و.

د يادونې ده، چې وړمه شپه ګډو ځواکونو د هلمند په ګرمسير ولسوالۍ کې د عملياتو او بمبارۍ پر مهال د ميرمنو او ماشومانو په ګډون نږدې دېرش تنه ملکي وګړي وژلي دي.

په وروستيو کې د افغان ځانګړو او بهرنيو ځواکونو شپني عمليات زيات شوي چې تر ډيره پکې ملکي وګړي په نښه کېږي او هغوی ته مرګ ژوبله اوړي خو په دغه ډول عملياتو د بشري حقونو ادارې، ملګري ملتونه او افغان چارواکو تر دې دمه هيڅ ډول عکس العمل نه دی ښودلی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close