کنړ وټه پور کې د ماین چاودنې ۶ تنه افغان سرتېري مړه او ټپیان کړي دي

(کابل ټکی کام :دوشنبه ،لړم ۱۱ ،۹۴ ۱۳ل)

کنړ : وټه پور ولسوالي اړوند د ملکانه سیمه کې طالبانو د ماین په یوه زوروره چاودنه کې ۴ تنه افغان سرتېري مړه او ۲ تنه نور ژور ټپیان شوي دي .

یاده چاودنه په یوه رینجر موټر شوې چې، د ۶ تنو افغان ځواکونو مرګ او ژوبلې لامل شوې ده .

خو د کونړ امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخیل رسنيو ته ویلي چې د ملي اردو د سرتیرو یو رینجر موټر نن له غرمې مخکې د سړک د غاړې په ښخ شوي ماین ور برابر شو چې ۱ تن يي وواژه او ۲ تنه نور يي ژوبل کړل .

د یادونې وړ ده چې ، نوموړي د ۱ تن وژل او د ۲ تنو ټپیانېدل تائید کړل او زیاته يي کړه چې، دغه چاودنه طالبانو رسما په غاړه اخیستې .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close