کنړ کې طالبانو د افغان عسکرو پر بېسونو او پوستو بریدونه پیل کړي

کابل ټکی کام ۱۲غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د طالبانو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دوی جنګیالیو نن سهار شاوخوا ۵ بجې د کنړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اړوند پر یو شمېر پوستو او بېسونو بریدونه پیل کړي دي.

طالبانو د دغو بېسونو نومونه د کامتلې شیرګل او نانګل او د پوستو نومونه یې زېړ ګل، شېر ګل او غازیانو ګټ او پول یاد کړي دي.

طالبان ادعا کوي، چې تراوسه پورې د افغان عسکرو یو مهم قومندان ذاکرالله یې وژلی، او ورسره دوه ساتونکي یې مرګوني ټپيان کړي.

د یادولو ده، قومندان ذاکرالله د سلطان زوی او د دغې ولسوالۍ د شامسیرسیمې اوسېدونکی وو، چې نن د طالبانو له لورې ووژل شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close