کنګل ژمی او طالبي ګذارونه

جواد څارگر

پر وطن کنګل ژمی دی، دهیواد دنګ او هسک غرونه په سپینو واورو پوښل شوي، له ډېره یخه ژامې ګړبېږي، دکابل لاسپوڅو واکمنانو ژمني عملیات هم شروع کړي او طالبان پر همدې کنګل ژمي کې لګیا دي، دهیواد په لر او بر کې په ولسوالیو او بېسونو سپین بیرغونه رپوي.

د هیواد په هره سیمه کې یې په مزدور دښمن کاري بریدونه جاري ساتلي، تقریباً ټول ولایات او د غلیم ټول مراکز یې تر ګواښ لاندې نیولي او ډارن دښمن یې تر خپلو ګنډکونو او بېسونو محاصره او منحصر کړي.

څو کلونه وړاندې به چې ژمی پیل کېده؛ طالب شاه زلمیان به خپلو مدارسو ته وکوچېدل، صلیبي تاړاک ګرو به کلیوالو سیمو ته مخه کړه، تا دطالب په تور نیسه او ما دطالب په تور نیسه، دلته چاپه وهه او هلته چاپه وهه، په دې کنډَو پوسته جوړه کړه او پر هغه کنډَو پوسته جوړه کړه

دغرب له لورې ګمارل شویو ځرو به په بیهوده تبلیغاتو خولې خلاصې کړې؛ طالبان وتښتېدل، له پنجاب راغلي ول او بېرته پنجاب ته ستانه شول، سږ مات دي، بیا به یې په دوربین کې هم ونه وینئ، بادار ترې خپه دی، هیڅ یې ونکړل او…..

هغه اسلامپاله افغانان چې امیدونه به یې پر طالب تړلي ول؛ تر یو څه حده دغرب دځیره خورو، شومو تبلیغاتوبه پرېشانه کړل مګر دپسرلي دپیل سره سم به چې طالب شاه زلمیان په سپینو غرونو راواوښتل، او دلته او هلته به یې ددښمن پر پوستو ناتار جوړ کړ؛ پرېشاني به یې ختمه شوه.

اصل خبره دا نه وه چې هغه مهال به طالب له پنجابه راته، بلکې هغه مهال دجنګ پېشوا طالب و، په ژمي کې به یې درس وایه او په پسرلي کې به جهاد ته راته؛ او اوس ټول وطن طالب ـ طالب دی، ټول وطن مجاهد ـ مجاهد دی او دمزدور نظام او ګوډاګۍ ادارې پر ضد دخپل امام طالب سره په قیام ولاړ دي

دا چې دمګړۍ ولس د اتلو طالبانو حقانیت، او دګوډاګۍ ادارې بطلان درک کړی؛ همدا لامل دی چې په کنګل ژمي کې هم دحماسي فتوحاتو لړۍ روانې دي، او مکار او بزدله دښمن یې وارخطاء دي.

پخوا به یې دطالب شهامت، مېړانه، او حماسي ګذارونه دتور پنجاب جولۍ ته غورځوَل، او اوس یې کومي واز کړي دطالب قهرماني روسانو ته سپاري؛ دا خلک ددې ولس او امت د قهرمانیو غله دي، په مېړانه یې سترګې پټوي، شهامتونه یې غلا کوي، پردیو ته یې سپاري او پر همدې دخېټې جهنم ډکوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close