که اشرف غني سوله غواړي.. بهرنیان دې وتلو ته وهڅوي

سرليکنه

اشرف غني د ویډیويي کنفرانس په وسیله له والیانو او د هېواد له امنیتي مسئولینو غوښتي چې طالبان د اوربند دوام او ”سولې“ ته وهڅوي څو د هېواد په هغه سیمو کې چې دا مهال پکې سختي جګړې روانې دي د اوربند په غځولو سره په ټول هېواد کې امن شي.

اشرف غني د بېلابېلو ولایاتو والیانو او امنیتي مسئولینو ته د خپلو خبرو په دوام کې دا هم ویلي چې موږ طالبان په کمکي اختر کې درې ورځني اوربند ته وهڅول، که له طالبانو سره اړیکې ټینګې شي، د دې امید شته چې طالبان به اوږد مهال اوربند ته وهڅول شي او په پای کې به سولې ته زمینه برابره کړل شي.

حکومت پلوه رسنیو دې خبرونو ته ډېره هوا ورکړې چې په یو شمېر ولایاتو کې ولسي وګړو د لاریونونو په کولو سره له طالبانو غوښتي چې اوږد مهاله اوربند وکړي.

دې رسنیو، چې له بهره اکمالېږي، او یا هغه بهرنۍ رسنۍ چې په دې اړه ورته د تبلیغاتو دنده سپارل شوې ویلي له طالبانو د اوربند د غوښتنو په لاریونونو کې ځینو طالبانو هم برخه درلوده. حال دا چې طالبان څه کوي هغه د ولس په غوښتنه کوي، او ښه په ډاګه یې کوي، چې د تېر کوچني اختر درې ورځنی اوربند یې جوت ثبوت دی .

اشرف غني، امریکا، ناټو او سعودي عربستان چې له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي، دا نړیوالو ته څرګندوي چې موږ د سولې غوښتونکي یو او له طالبانو غواړو چې اوربند وکړي. که رښتیا اشرف غني او ملاتړي يې په افغانستان کې د جګړې بندښت غواړي، امریکا او ناټو دې وهڅوي چې له افغانستانه خپل پوځونه وباسي؛ پخپله اوربند ته لاره برابره ده .

اشرف غني دې د افغان ځواکونو له ځایي قوماندانانو طالبان اوربند ته هڅول نه غواړي او نه دې له قوماندانانو غواړي چې پر طالبانو بریدونه مه کوئ. ځایي پولیس او د هېواد ټول امنیتي ځواکونه او د حکومت په اصطلاح ”پاڅونوال“ له جګړې بېزاره دي. افغان پوځ له جګړې لاس اخیستی، ځکه خو په یو بل پسې په تسلیمېدا سره طالبانو ته خپلې وسلې او له مهماتو ډک مرکزونه سپاري.

که اشرف غني د وروستي کمونست رژیم د نجیب په څېر د پخلاینې پروسه مخ په وړاندې بیایي، د هغه په څېر به یې قوماندانان ورځ په ورځ طالبانو ته تسلیمېږي، او بالاخره به یې د نجیب په څېر نظام نسکور شي. له نجیب سره خو بیا هم خپل کمونستي ملګري ولاړ وو، د اشرف غني نږدې ملګري او مرستیالان یې په ترکیه کې په اېتلافونو د حکومت د نسکورېدا هڅې کوي.

افغان ولس هم پر دې پوه دی چې نور د حکومت پښې ښویېدلې دي. د طالبانو په مقابل کې د امریکا، ناټو او افغان حکومت زور اوبه شوی دی. امریکایي چارواکي نور نه غواړي په افغانستان کې تاواني جګړې ته دوام ورکړي، ځکه اوس د جګړې پر ځای پر پخلاینه ټینګار کوي او له طالبانو د اوربند او سولې غوښتنې کوي.

د افغانستان ګاونډیو هېوادونو او اسیايي هېوادونو پر افغانستان د امریکا یرغل په وار وار غندلی او له افغانستانه یې د سیمې د امن په خاطر د بهرنیو پوځونو د وتلو غوښتنې کړې دي.

که اشرف غني او ملاتړي یې په افغانستان کې امن غواړي، بهرنیان دې له افغانستانه وتلو ته وهڅوي. اوږد مهاله اوربند او سولې ته د طالبانو هڅولو ته هیڅ اړتیا نه شته. طالبان په هېواد کې د جګړې او افغانانو د وژنو پلوي نه دي، بلکې تل یې له خپل ولس او هېواده دفاع کړې ده او کوي یې .

اشرف غني دې له امریکا، د ناټو غړو هېوادونو، روسیې، چین، عربې اماراتو، عربستان، پاکستان، د منځنۍ آسیا له هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان څخه وغواړي چې بهرنیان له افغانستانه وتلو ته هڅوي. د یادو هېوادونو مشران هم پر ځای د دې چې له طالبانو د اوربند د غځولو غوښتنه کوي له امریکا دې وغواړي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځونو په وتلو په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کښېږدي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close