که امریکایان ووځي…..

نعمان لطیف

مودې وشوې د ستورو په ارمان یو، باؤر وکړئ اسمان ته مو نه دي کتلی، وېرېدلو چې په سترگو او خولو کې مو باروت یا سوځونکي فاسفورس را توی نشي، چنگیان به شو، ړانده به شو، گونگیان به شو

که امریکایان ووځي؛ راڼه ستوري به ووینو، سپینې سپوږمۍ له خپل حسن تاؤ کړی شپول به ووینو، د ستورو سترگکونه، په شیطانانو گذارونه، او رنگ برنگ کتارونه به یې ووینو.

مودې وشوې دشین اسمان لاندې مو سترگې نه دي ورغلې؛ یو وخت به غولي کي دشین اسمان لاندې پراته ؤ، مور به راته ویل: نومانه! هاغه تله ده، هاغه لیلا ده، هاغه مجنون دی، او هاغه دنوح نبي دکښتۍ کښلی خط دی.

خبر نه یم چې اوس به وي او که نه؟

اوس خو به ستوري هم خفه وي، شوخ سترگکونه به هم نه وهي، دسپوږمۍ سره به پټ پټؤنې هم نه کوي.

اوس به پوهیږي چې څوک یې نه ویني. نورې نړۍ له رڼاگانو نه لېدل او دلته له موږ یې مخه دباروتو لوگیو او لمبو بنده کړې ده.

نو که امریکایان ووځي؛ دبندو کلاگانو له دنگو دېوالو به دچمبې له مست درب او دروب سره، له مودو راهېسي دډار خپسې نیولو پېغلوټو په شونډو د “طالبه ورانه به شي ستا لیونۍ مینه…..” سندره په لوړ غږ پورته شي.

دکلي دلوی جومات ملا امام به نېغه او اوږده شمله جومات کې ناست وي، په قال الله او قال الرسول به یې ژبه لمده وي، واړه طالبان به لکه توتکیان او چونچڼې بې له ډار او ډور چوڼیږي او پنځه وخت به دجومات په لاسپیکر دتکبیر ملکوتي غږونه پورته کېږي.

اختر ؤ او دکور په منځ کې مې د لوبو له پټاقۍ درز تېر کړ. پلار غوږونه راتاؤ کړه وایي له دې درز ـ دروز سره مینه مه کوه خپل درسونه وایه؛ حالاتو بیا داسې څرخ وخوړ چې پلار ټوپک او ملابند را ترغاړې کړ، لومړی له هر چا پټ، وروسته له چا پټ چاته ښکاره، خو زما د لیونۍ مینې خوبونه او راپورې تړلي ارمانونه، نیمگړي او بې تعبیره پاته شوه او دا یو ارمان دټولو ستر ارمان وگرځېد چې امریکایان باید ووځي

اوس که امریکایان ووځي؛ ټوپک به کېږدم خو دطالبي لیونۍ مینې له زوره هم لوېدلی یم، په کتاب دپرېوتو هم نه یم چې شینکي خالونه یاد کړم.

دگودر په لاره هم ځان بد را معلومیږي، هغه گودر چې یو وخت مو دلیونۍ مینې له زوره دمطالعې په پلمه ټول ورځ څاره.

اوس مې درنگینو خوبونو او خیالونو لېدل پرېښې دي، اوس مې خپل ټول ارمانونه دفن کړي دي، اوس فقط دهغو شهیدانو یادونو او ارواحو ذهناً نا ارامه کړی یم چې دوی تر خاورو لاندې دي خو ارمانونه یې زما ذهن کې سنبال پراته دي.

انجینر …… صیب یو سهار راته وویل: د آ پورې غونډۍ پر سر یو ښوونځی او یو ستر جومات جوړوم. یوې خونړۍ شپې د انجینر ….. له ارمانونه ډکه سینه تسمه تسمه کړه مگر انجینر خپل ارمان تر ما را رسولای ؤ.

یو سهار دکلي لوی جومات کې دملا امام جسد په وینو رنگ پروت ؤ، یو کوچنی طالب سېپاره په لاس یې څنگ ته سر غوڅی نسکور پروت ؤ. دجومات دیوالونه په مردکیو غار غار پراته ؤ، چت نړېدلی ؤ، په چت پروت په منځ دمات شوي باڼس یو سر دکوچني طالب په ډډو کې ښخ پاته ؤ.

که امریکایان ووځي؛ دشهید انجینر ….. اروا، دملا صیب نړیدلی جومات، ممبر او محراب او دکوچني طالب خاورې شوې هیلې او ارمانونه به تکمیل رانه غواړي.

اې! که امریکایان ووځي زه به دشهید ملا په یاد یو جومات جوړ کړم، د انجینر اشنا په نوم به یو ښوونځی جوړ کړم خو دهغو کوچنیو شهیدانو هیلې او ارمانونه به مې تل ځوروي چې لا یې خبرې نه وې زده، لا یې الف ـ با ـ تا ـ ثا ویله، لا یې پل ـ پل قدمونه اخیستل، چې کله یې خولې خبرو ته جوړولې، امریکایي الوتکو یې خولې دتل لپاره بندې کړې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close