که امریکایی ځواکونه له افغانستان نه ووځي نو حکومت به تر مازدیګره نسکور شي

(کابل ټکي کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۵) عبدالهادي همت
تیره ورځ حکومتي او حکومت پلوه چې په نوم بې طرفه رسنۍ دي دا خبره تکرارً خپره کړه چې ګوندې که پاکستان، طالبان په پاکستان کې پرینږدي نو طالبان به د یوې میاشتې په ترڅ کې له مینځه ولاړ شي.

خو دې ته یې پام نه دی چې طالبانو یو ملي غورځنګ دی، او د ملت له مینځ نه راوتي ځواکی دی چې تر څو ملت ختم شوی نه وی د طالبانو غورځنګ نشي ختمیدای، او ملت خو څوک ختمولای نشي دا خو معلومه خبره ده.

خو که بل اړخ ته فکر وکړو او هغه دا چې که امریکایی فوځونه او ځواکونه د افغانستان څخه ووځي نو ټول افغانان څه چې ټوله نړۍ په دې عقیده ده چې د افغانستان فعلي لاسپوڅي حکومت به یوه میاشت څه چې یوه ورځ هم د طالبانو د مقابلې تاب رانشي وړائ، طالبان به د سهار نه پر حکومت ور روان شي او مازدیګر او یا ماښام لمونځ به په ارګ کې وکړي او امریکا پلوه حکومتی چارواکي په تیره بیا د شمالي ټلوالې غلام صفته مقاومتیان به د مطمئن صیب په خبره له کولاب نه هم تیر شوی وي. او دا یو حقیقت دی کومه لافه نه ده ځکه چې تاریخ دا ثابته کړې ده او بیا به یې هم ثابته کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close