که دولت  مشروعيت پيژندلاى خپله به یې مشروعیت حاصل کړى واى

د حج او اوقاف وزارت په يوه غونډه کې ويلي دي چې په  ایران کې کيدونکي مذهبي کنفرانس ناستې ته د طالب استازو بلنه غیر مشروع عمل دی، انديښنه ېې ښودلې ده چې طالبان يواپوزيسيون دى، کړنې ېې نامشروع دي اوبايد په دا ډول ناستوکې ورته بلنه  ورنه  کړل شي .

لومړى بايد د حج او اوقاف وزارت دا تثبيت کړي  چې ايران طالبانو ته بلنه  ورکړې او که نه؟ او نه کومې منبع طالبانوته دايران بلنه  تائيد کړي ده که ېې ورکړې هم وي په داسې حالاتوکې چې حکومت خپل مشروعيت له لاسه ورکړى له دوو نه په درې برخو ويشل کيږي ايران چاته بلنه ورکړي آيا افغان ولس د حکومت مشروعيت مني اويا مشرع حکومت دى چې ايران ورته بلنه ورکړي؟

د حج او اوقاف وزارت ډيره ښه خبره کړي ده هغه څوک چې نامشروع اعمال ترسره کوي بايد په دا ډول غونډوکې او په ځانګړې توګه د وحدت اسلامي په نامه نړيواله غونډه کې ېې ناسته مناسب نه ده .

ياد وزارت پر ايران هم نيوکه کړې ده ويلي یې دي د ایران حکومت باید هڅه وکړي چې د مذهبونو تر منځ ستونزې رامنځته نه ‌شي او بیا د افغانستان د حکومت ملي حاکمیت ته درناوی وکړي، که چاته بلنه ورکوي باید د رسمي مراجعو له لاري دعوت شي.

موږ به د حج او اوقاف وزارت سره داهرڅه منلي واى خو چې ياد وزارت نامشروعيت،اپوزيسيونتوب او ملي حاکميت پيژندلاى او په دې پوهيدلاى چې مشرعيت څه ته او کوم ډول حکومت ته مشروع حکومت ويل کيږي ؟

په دا ډول غوڼدوکې اشخاص نه بلل کيږي او نه داشخاصوپه نامه داډول غونډې جوړيږي په  دا ډول کنفرانسونو کې چې په نړيواله کچه داسلامي نړۍ په ستونزو بحثونه کوي په هغې کې د ملت ريښتوني نمايندګانوته بلنه ورکول کيږي نه اشخاصوته لکه دحج او اوقاف وزارت چې په تيرکې داشخاصو يادونه کړي ده .

لومړى خو بايد دحج او اوقافو وزرات د دا ډول غونډو قوانين وپيژني بيا دې د مشرعيت او نامشروعيت په اړه ويناکوي آيا هغه شرائط چې په ايران کې کيدونکي د وحدت اسلامي په نامه غونډه کې يوهيواد دشموليت قابل وي هغه په موجوده حکومت کې ليدل کيږي؟

 آيا په دې حکومت کې د ولس سر او مال خوندي دى؟

آيا موجوده حکومت د ولس نماينده حکومت دى؟

آيا دا مشروع حکومت دې چې ولسمشردې دبلخ والي نورله ولايته نه شي لري کولاې او په دولت کې دې د واک په ويش ورته اړکيږي؟

آيا ولس له  دې حکومته راضي دي او کله یې هم ورته نماينده حکومت ويلى دى چې ايران ورته بلنه ورکړي؟

د حج او او قاف وزارت دى لومړى خپل حکومت ته مشروعيت ورکړي بيا به ايران او نوره نړۍ ورته بلنه ورکوي، د حج او او قاف وزارت دې حکومت ته مشروع حکومت ووايي کومې کړني چې دوستم دخپل قومي مشر احمدايشچي سره وکړې دا دشرعي حکومت کړني وې ؟

افسوس د داډول حج اواوقاف وزرات په حال چې له يوه داسې حکومته د مشروعيت تمه کوي چې په هغه کې له قومي مشرانوسره هغه کړنې کيږي چې د ويلواوليکلونه دي.

که دولت  مشروعيت پيژندلاى خپله به یې حاصل کړی واى بيابه ېې نوروته دمشروع او نامشروع ګوته نيوله، که په دولت کې کړني مشرع واى په مذهبي غونډوکې به ورته بلنې ورکول کيداى.

که د حج او اوقاف وزرات خپل حکومت  ته مشروعيت ورکړى واى دايران لخوابه هم بلل شوى واى داچې ايران طالبانوته بلنه ورکوي د دې نه دا ثابته شوه چې په افغانستان کې موجوده حکومت نامشروع او د دا ډول کنفرانسونو دګډون قابل نه دى .

دحج او اوقاف وزرات خپله انديښنه د مخه وښودله کيداى شي بې له مشروعيته دګاوڼدېتوب په اساس  ورته بلنه ورکړي ځکه په تېرو کلونو کې  په هم دغه ډول  ناستوکې  د افغانستان عالمانو او د طالبانو استازو ته بلنه ورکړل شوې وه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close