که «شینواري» راويښ شول!؟/ بخت الله شینواری

په ټوله نړۍ کې استخباراتي ادارې جلا ـ جلا نومونه لري؛ خو اوس د ټولو اسلامي او کفري هېوادونو استخبارات په شیطاني چلونو کې سره گډ دي. تر ټولو بدنومي یې موساد، سې اې ای، اې اېس، اې، ایم اې ۶، کي، جي، بي او ….. دي. د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې «خاد» او د امریکايي یرغل وروسته د ملي امنیت ډله هم ورته شیطاني کړنو لاس پورې کړی. دوی ډېری چاودنې د عامو خلکو ځایونو کې کوي؛ چې د خلکو خولې له حکومت نه په بل طرف واړوي او دوی یو څو ورځې ارام وي. زموږ د هېواد یوه بدمرغي نه ده، چې پرې وژاړو. دلته هره ورځ داسې پېښه کېږي، چې د تېرې ورځې پېښه دې له ذهنه وباسي او بیا په نننۍ ژاړو او پرونۍ مو هېره وي.

د تېرې سې شنبې پر ورځ سلگونه کسانو د جلال اباد ـ تورخم لویه لاره تړلې وه. د دوی یوه غوښتنه وه، چې د اربکیانو قومندان بلال باچا دې گوښه شي. له دې وړاندې د شینوارو سپین‌ږیرو، قومي مشرانو او ځوانانو دغه غوښتنه د ولایتي ادارې نه کړې وه؛ خو له بده مرغه ټولو پرې غوږونه کاڼه کړي وو. د دوی د حق غوښتنې لاریون روان و، چې د ملي امنیت ځانمرگي پرې برید وکړ او تر ۶۸ ډېر یې ووژل او ۱۶۵ تنه یې ټپیان کړل. د سیمې عیني شاهدان د مرگ‌ژوبلې دغه شمېره له دې هم لوړه ښيي او د ننگرهار دولتي او خصوصي روغتونونه تراوسه د دوی په ټپیانو او مړیو ډک دي.

دغه پېښه طالبانو وغندله. خو داعش پرې تراوسه چوپه خوله دی. د دې پېښې د غندنې کچه ډېره لوړه وه؛ خو کله چې د لاریون یو گډونوال وویل، چې ځانمرگی د ملي امنیت په موټر کې راغی او د خلکو منځ ته دننه شو، نو د ډېرو خلکو خولې یې وربندې کړې. ځکه پېښه د دوی ډلې کړې وه او خپله ډله د حکومت خیاطان نه ملامتوي.

شینواري په ننگرهار کې لوی قوم دی، چې د ننگرهار په شپږو ولسوالیو کې اوسېږي. د گډ حکومت پر راتگ پر شینوارو بېلابېل ظلمونه روان دي. له تېرو څلورو کلونو راهیسې داعش پرې مسلط شوی، چې اچین او هسکه‌مېنه کې کنډواله کړل. د داعش ویروس کوټ، بټي‌کوټ، خوږیاڼیو، پچیراگام او نورو سیمو ته هم غځېدلی او اوس خو یې ټول بریدونه د جلال اباد ښار په ملکي ادارو او ښوونځیو وي.

په ننگرهار کې له شینوارو او خوږیاڼیو سره سیستماتیک ظلم روان دی. د دوی په ولسوالیو کې د بیارغونې چارې نه ترسره کېږي؛ خو په لوی لاس داعش ته پرېښودل کېږي. تېر ژمی د خوږیاڼیو زرگونه کورنۍ د داعش له وېرې له خپلو سیمو کډه شوې، چې اوس هم زیاتې کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوي نه دي. همداسې له شینوارو هم زرگونه کورنۍ نورو سیمو ته کوچېدلي او په دښتو او بیدیاوو کې ژوند کوي.

داعش او ملي امنیت سره سکه وروڼه دي. د ملي امنیت شورا د مرستیال په دفتر کې د ځانمرگو واسکټونه نیول کېږي، خو قضیه یې همداسې پټه پرېښودل کېږي. حنیف اتمر د درزاب نه دوه سوه داعشیان په الوتکو کې پورته کوي، په ننگرهار کې د داعش په ملاتړ پر طالبانو بمباري کېږي، خو د داعش راډیو د ننگرهار له هوايي ډگره خپرونې کوي. خو د دوی پر وړاندې داسې اقدام نه کوي چې خلکو ته وښيي، چې زموږ او ددوی ترمنځ اړیکه نه‌شته.

د شینوارو قوم ته په کار ده، چې د حکومت په تشو وعدو ونه غولېږي، بلکې د تورخم ـ جلال اباد لویه لاره تر هغه وخته وتړي، چې بلال باچا حکومت اعدام کړی نه وي. بلال باچا د لښکر طیبه پخوانی جنگیالی او د اعش قومندان تېر شوی، چې له تسلیمۍ وروسته د اربکیانو قومندان شو. بلال باچا د امریکایانو او ملي امنیت ځانگړی کس دی، چې له څو ځلې نیول کېدو وروسته بېرته پرېښودل کېږي او بیا د یوې پوستې مسوولیت ورسپارل کېږي، چې خلک یې له ظلمونو نه لاریونونه کوي او د گوښه کېدو غوښتنه یې کوي. پر بلال باچا د ننگرهار د والي زور هم نه رسېږي؛ گنې وختي به یې گوښه کړی و.

شینوارو ته په کار ده، چې د خپلو مړو شویو او ټپیانو پوښتنه وکړي او حکومت ځواب ویلو ته مجبوره کړي. شینواري چې د امان الله خان واکمني نړولی شي؛ نو د اشرف غني واکمنۍ ته هم د پای ټکی کېښودلی شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close