که طالبانو اوربند ونه مانه د ځینو سفارتونو مخ ته پرلت وهو

 

له هلمند څخه کابل ته د سولې په نوم راغلي ځوانان وایي، چې، طالبان باید له کوم قید او شرطه پرته اوربند ومني او له افغان حکومت سره دې خبرو ته ځان چمتو کړي.

د سولې کاروان ویاند بسم الله وطندوست وایي که طالبان مثبت ځواب ورنکړي؛ نو دوی به د هغو پنځو سفارتونو مخې ته خیمې ووهي، چې ګومان کیږي له طالبانو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه، د امریکا سفارت او بګرام اډې مخې ته هم د پرلت اراده لري خو طالبان باید لومړی د اوربند موده وغځوي، دوی به یې له حکومت سره د خبرو د ځای پر برابرولو او مهالویش کار وکړي.
په داسې حال کې چې د طالب مشر په امر د افغانستان په ګوټ ګوټ کې بیساری سولییز اوربند په کامیابۍ پاي ته ورسید، د دې کاروان غړي لا هم د حکومتي چارواکو په څیر پر طالبانو د خپلواکۍ د نشتون تور لګوي او زیاتوي “ له طالبانو غواړو، چې تاسې هم یو ځل ولس ته ځان ثابت کړئ، چې په خپلواکه توګه پرېکړې کولی شئ!“

د دې کاروان یوه بنسټ ایښوودونکي مشر میاشت وړاندې په ډاګه کړې وه، چې دا کسان د ولسمشر د سلاکار غفور لیوال په هڅو راپورته شوي او ټول مادي امکانات یې د ملي امنیت شورا ورته برابروي.
شنونکي او کارپوهان د کاروان په موخو ځکه شکمن دي چې یاد کاروان لا هم د بهرنیانو د نظامي شتون اړوند چې طالبان یې سره کرښه او لومړی اساسي شرط بولي څه نه دي ویلي او لا هم پر هغو غوښتنو ټینګار کوي چې حکومت یې غواړي.
څیړونکی موسا فرهاد لیکي“کاش چې دغو ځوانانو خو خپلي پښي لومړی د اشغال د خاتمې لپاره تڼاکي کړي وای چې الهي او ملي فرض دی ورباندي.
نه دا چې د سولي ترنامه لاندي یې د اشغال د تداوم او د جهاد د له منځه وړلو لپاره ځانونه دومره کړولي وای.“

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close