که طالبانو جگړه نه وای کړای؟/ خالد روان

په ۲۰۰۱ز کال کې ټوله نړۍ د امریکا څنگ کې ودرېده او طالبان د ټولې نړۍ پر وړاندې یوازې پاتې شول. طالبانو ډېره هڅه وکړه چې له امریکا سره خبرې وکړي او د سپتمبر د ۹مې پېښه چې اصلاً د طالبانو کار نه وو او نه یې پکې لاس درلود د خبرو له لارې حل کړي. خو امریکا یوه خبره کوله او طالبانو ته یې د جگړې اخطارونه ورکول.

امریکا له لږ مقاومت وروسته په ټول افغان حاکمه شوه او د بُن کنفرانس له لارې د افغانستان حکومت د پښتون، تاجک، ازبک، هزاره او نورو لږه‌کیو ترمنځ ووېشل شو. نه اهلیت ته وکتل شول، نه وړتیا ته، نه زده کړو ته؛ خو ټول حکومت د قومونو ترمنځ ووېشل شو او تراوسه حکومت د قومونو، ډلو، سمتونو او امریکا ته د نږدې خلکو له لوري اداره کېږي او هماغوی پکې چارواکي او زورواکي وي.

طالبان د بُن په کنفرانس کې له گډون کولو منعه شول او د امریکا د هغه وخت د ولسمشرجورج بوش خبره نړیوالو ومنله، چې یا له امریکا سره او یا له طالبانو سره. ورو ـ ورو د امریکایانو پر وړاندې مقاومت پیل شو او دغه مقاومت له سویلي ولایتونو وروسته نن ټول افغانستان ته وغځېده.

طالبانو له خپلې پرمختللې وسلې«ژېړې بوشکې» څخه کار اخیست او د امریکایانو تابونه یې صادرول، چې هغه وخت د امریکايي عسکرو قومندانانو یې خیال هم نه و کړی. وروسته طالبانو د پوستو نیول پیل کړل او څو کلونه وروسته یې خبره تر ولسوالیو وروسوله او ان ولایتونه یې هم سقوط کړل. امریکا، ناټو او افغان حکومت ټول زور د طالبانو پر وړاندې وکاروه؛ خو بیا یې هم کومه ښکاره لاسته راوړنه نه لرله.

په ۱۳۸۹ل کال کې مخکېني ولسمشر حامد کرزي د سولې عالي شورا جوړه کړه او مشر یې ورته داسې کس وټاکه، چې له امریکایانو یې غوښتي وو، چې پر طالبانو غټ ـ غټ بمونه وغورځوي؛ ځکه په کوچنیو بمونو د ده زړه نه یخېده.

د سولې شورا له لومړي سره یوازې نمایشي وه. په دغه شورا جاپان او یو شمېر نورو هېوادونو ډېره پانگونه کړې وه او ټول لگښت یې هم جاپان ورکاوه؛ خو په تېرو اتو کلونو کې دغې شورا یوازې خپل معاشونه اخیستي او نور یې هېڅ کار نه دی کړی.

دغه شورا اوس هم نمایشي ده. د سولې شورا مشر داسې کس دی، چې د جگړې له اړخ سره په خبرو نه پوهېږي. دغه شورا یوازې د حکومت غږ بدرگه کوي او له نړیوالو خیراتونه غواړي. نه د سولې تږي دي او نه په افغانستان کې له طالبانو سره سوله غواړي.

طالبانو اوولس کاله د امریکا، ناټو او د افغان حکومت عسکرو ته سینې سپهر کړې. د دوی بمبارونه، چاپې، زندانونه، په ټانگونو پورې کش کول، د مړو سوځول او باالاخره هر څه یې وزغمل. نه یې چاته شکایت وکړ، نه یې له چا مرسته وغوښته؛ خو یوازې د الهي نصرت په هیله یې خپله جگړه روانه وساتله.

کله چې امریکا او افغان دولت پوه شول، چې د دوی ماتول یقیني نه دي؛ نو د سولې ډنډوره یې بیا وغږوله. بېجینگ، کابل، اسلام اباد، انقرې، تهران او نورې ناستې یې وکړې؛ خو بیا هم یو طالب ورسره ملگری نه شو او نه په جگړه کې کموالی راغلی، بلکې جگړه ورځ تر بلې سختېږي.

تېره اوونۍ د «کابل پروسې» په ناسته کې د حکومتي چارواکو ترمنځ خبرې هم سره جلا وې. ولسمشر غني سوله غوښته؛ خو امنیتي چارواکو یې په جگړه ټینگار کاوه. دغه ضد نقیض حالاتونه بیا هم روانې ستونزې ته د پای ټکی نه شي کېښودی. ځکه د حکومت ټول چارواکي باید په یوه خوله او یو غږ د سولې خبره تکرار کړي؛ نه چې ولسمشر یو څه وايي او د ملي امنیت رییس یې بل څه.

که طالبانو مقاومت نه وی کړی؛ نو نه طالب ته چا د سولې وړاندیز کاوه، نه یې د طالب ټولې غوښتنې منلې، نه یې ورسره خبرې کولې او په نظام کې د شریکولو خبره بېخي لرې وه.

د طالب د مقاومت په برکت امریکا ماته شوه، طالب ټولې نړۍ وپېژانده او تر ټولو په زړه پورې خبره دا چې طالب د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر هم پر ځای کړ او جهاد یې روان وساته. لا هم د حکومت ژمنې یقیني نه دي او نه څوک باور کولی شي چې حکومت به پر خپلو ژمنو ودرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close