که طالبان راغلل؟!/ خوشال درانی

لړۍ (دوېمه برخه)

په تېره برخه کې مې حکومتي او ملکي چارواکي، ملي اردو او ملي پولیسو په اړه خپل نظر ویلی و. که چېرې طالبان راغلل، نو دا ځل به منظم پوځ، منظم پولیس او د هېواد ساتلو له‌پاره بېلا بېل نظامي ځواکونه ولري. زموږ زیاترو خلکو سره دا اندېښنه وي، که طالبان راشي، نو بیا به هر د پګړۍ خاوند سره ټوپک وي، که نه دا ځل به یې نظامیان د ملایانو نه توپیر ولري؟

د طالبانو په پنځه کلنه دوره کې د هغوی جنګېدونکو سرتېرو به پگړۍ پر سر کړې وې او له ملکیانو سره یې توپیر په دې کې وو، چې دوی سره به ټوپکې وې او ملکیان به بې ټوپکو، خو له پګړیو سره ګرځېدل. طالبانو په وروستیو کلونو کې د پوځ روزلو لړۍ پیل کړې وه، خو د حکومت له ړنګېدو سره یې دغه لړۍ هم ودرېده.

طالبان په داسې مهال راغلي وو، چې په هغه وخت کې هېواد له تجزیې سره مخ و. دوی له تجزیې وژغوره او د پاټکیانو ټغر یې ورټول کړی وو، دوی په داسې وخت کې راغلل، چې هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ و، د هېواد په شمال کې د مسعود له ملېشو سره تر اخره په جګړه کې پاتې شول، د پوځ د روزنې له پاره یې په اصطلاح وخت پیدا نه کړ.

ما چې څومره د طالبانو د پخوانیو چارواکو مرکې لوستي، ټولو منلې ده، چې په هغه وخت کې یې داسې امکانات نه درلودل، چې دوی پرې یو قوي منظم پوځ جوړکړی وای او د جګړو لومړۍ کرښو ته یې روزل شوي پوځیان لېږلي وای او سرحدونه یې په روزل شویو سرتېرو ساتلي وای.

سیمه ییز پولیس، یا اربکیان: اربکیان په افغانستان کې د اسیاف د قومندان جنرال ډیویډ پیټروس په طرحه په ۲۰۱۰م کال کې د هېواد په ځینو سیمو کې فعال شول، موخه یې دا وه، چې د طالبانو پر ضد جګړه په خپل کلي کې وکړي.

د اربکیانو تر جوړېدو وروسته امریکا هم خپل عسکر له ولسوالیو را بهر کړل او جګړه د افغان او افغان ترمنځ شوه. اربکیانو ته په لومړي وخت کې د حکومت چارواکي هم خوشحاله وو، خو وروسته یې په خپلو سیمو کې داسې ظلمونه وکړل، چې دولتي چارواکو يې هم په ظلمونو اعترافات وکړل او د ځینو له نیولو نه عاجز پاتې شول.

په پکتیکا کې عزیزالله کاروان«اوس مړ دی»، په رزوګان کې حکیم شجاعي یې ښې بېلګې دي. دوی د خپل مخالف پرځای زیات وخت د ټوپک شپېلۍ پر عامو افغانانو اړولي او په سلګونه ملکیان یې په یوه او بل نوم شهیدان کړي دي.

د هیوادوالو شتمني یې لوټ کړې، د دوی عزتونه یې لوټ کړل او هر چا به چې غږ پورته کړ، نو پر سبا به یې کډه بار وه.

اربکیانو ورو ــ ورو په خپلو سیمو کې د محبوبیت پرځای نفرت پیدا کړ او عام خلک یې تر پوزې راورسول.

اوسنیو اربکیانو د دې پرځای چې خپل مخالف سره جګړه وکړي، د خپل پلار نېکه پخوانۍ دښمنۍ یې تازه کړي او د هغوی نه یې غچ د دولت پر ټوپک واخېست او هغوی بې ګناه ووژل.

اربکیانو سره د نورو نظامیانو په پرتله، دا اندېښنه ډېره ده، که طالبان سوله وکړي او یا راشي، نو د دوی سره به معامله د نورو نظامیانو په پرتله سخته وي، خو په روان کال کې او له دې وړاندې طالبانو څو ځله په جګړو کې اربکیان ژوندي نیولي، خو د وژلو پر ځای یې هغوی خوشې کړي دي، چې ښه بېلګه یې په روان کال د غويي پر یوولسمه په کندوز کې د ۵۵ اربکیانو ژوندي نیول او د هغوی له ډلې یې ۲۸تنه د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشي کول وو، اربکیانو هم ژمنه ورسره وکړه، چې نور به د اربکیانو لیکو ته نه ځي او نه به د دولت پر پلوی طالبانو پسې ټوپک راخلي.

د طالبانو ویاند ویلي وو، طالبان نه غواړي، چې افغانان د نورو ګټو لپاره قرباني شي او دوی یې د خپل ترحم له مخې دغه اربکیان خوشې کړي دي. په اعلامیه کې پر ټولو نظامیانو غږ شوی وو، چې په تېرو کړنو دې پېښماني وښيي، نو دوی به یې هم معاف کړي!

دا یې یوه بېلګه وه. په لسګونه ځلې طالبانو په جګړه کې نیول شوي نظامیان خوشې کړي دي او که چېرې طالبان راغلل، نو د تېرو بښنو ته په کتو به ټول معاف کړي.

د ښځو حقوق: کله چې د ښځو حقوقو نوم چاته واخلي، نو هغوی یو ډول حساسیت ښيي او د دوی په فکر کې د ښځو هغه ازادي راګرځي، چې اوسني نظام ورکړې او یا په لویدیځ کې یې ښځې لري.

اسلام چې کوم حقوق ښځو ته ورکړي، نو لویدیځ به یې ۱۴۰۰ کاله وروسته هم ورنه کړي. دا چې د ښځو په حقوقو کې لویدیځ څومره رښتینی دی، دا بېله موضوع ده. زه د طالبانو او په افغانستان کې د ښځو په حقوقو اړوند خپل نظر وایم.

که طالبان راغلل، نو د اوسني حکومت غوندې به امکان ولري ښځې ازادې نه وي، مثلاً په یوه دفتر کې د نارینه وو سره ګډ کارکول، ولسي جرګې ته درېدل، د ولسمشرۍ ټاکنو ته درېدل، د ولایتي شوراګانو ته درېدل، په رسنیو کې کار کول او د ټلویزون پرمخ بې حجابه ښکارېدل، داسې مسئلې دي چې طالبان به ممکن په دي اړه د علماوو نظر وغواړي. هغه حقوق چې اسلام ښځو ته  ورکړي، له هغه حقوقو څخه یو مسلمان هم سترګې نه شي پټولی او نه به یې طالبان له ښځو خپل حقه حقوق واخلي.

کله چې د سولې خبرې ګرمې شي، نو په هېواد کې یو شمېر ښځینه فعالانې ډېر ژر حساسیت ښيي او د هغوی راتګ د خپلو پروژو پر وړاندې سخت ګواښ ګڼي. د ښځو یو شمېر زیاتو ټولنو په څو ځلې د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې ردکړي دي او کله کله یې خو د سولې په خبرو کې ددوی ونډه هم یاده کړې ده.

داچې طالبان به ښځو ته څومره ازادي ورکړي، دا پوښتنه به راتلونکی وخت ځواب کړي.

د ښځو زده کړې: یو شمېر ښځینه و سره دا اندېښنه ده، که طالبان راشي، نو د دوی پرمخ به بیا د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې وتړل شي او دوی به په کور کې کېنول شي او له زده کړو به محرومې پاتې شي.

د هېواد په هغه سیمو کې چې طالبان واکمن دي، تراوسه یې هلته د ښځو ښوونځي نه دي تړلي او اوس هم فعال دي. زموږ ولسوالۍ (ننګرهار/ خوږیاڼيو) کې اوس هم د ښځو درې لېسې او څو منځني ښوونځي دي، چې له لېسو یې هر کال په لسګونه نجونې فارغېږي او زیاتې یې بېرته په خپله لېسه کې د استادې په توګه هم منل کېږي. د خپلې سیمې بېلګه مې ځکه راوړه، چې زموږ ولسوالۍ زیاتې سیمې د طالبانو په لاس کې دي او تراوسه یې کوم ښوونځي د ښځو پر مخ نه دی تړلی.

که طالبان راغلل، نو فکر نه کوم، چې د تېر په څېر دي، یو ځل بیا د ښځو پر مخ ټول ښوونځي وتړي او ښځې دې د زده کړو له نعمت څخه یې برخې کړي، هغه چې دوی وايې په هغه وخت کې له جنګ څخه نه وو خلاص او ښوونې روزنې ته يې د نجونو له پاره مناسب ماحول نه و چمتو.

د هېواد په ټولو سیمو کې د نجونو لېسو کې یوازې نجونې درس وايي، خو د پوهنتونونو په ټولګیو کې بیا نجونې او هلکان ګډ کېني. که طالبان راغلل، نو کېدای شي په پوهنتونو کې هم د ښځو له پاره جلا ټولګي جوړکړي او دوی د لېسانس او ماسټرۍ تر کچې زده کړې وکړي او له هلکانو سره یې ټولګي جلاکړي.

اوسمهال نجونې په پوهنتون کې هر پوهنځي ویلی شي، خو کېدای په راتګ سره یې پوهنځي هم ورته بېل کړي. د بېلګې په ډول نجونې یوازې طب، شرعیات، ادبیات، حقوق او څارنوالي او د ښوونې او روزنې پوهنځي ورته وټاکي او له نورو پوهنځیو یې منع کړي، ځکه ښځینه که د کرنې، انجینرۍ، وترنري، ژورنالېزم او ځينې نور پوهنځي ووايي، د کار زمینه به ورته نه وي مساعده، نو لوستل شوی پوهنځي یې بې ځایه دی او په پورته پوهنځیو کې ښځینه و ته اړتیا ډېره لیدل کېږي، نسبت نورو پوهنځیو ته!

نوربیا!

لومړۍ برخه دلته ولولئ

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close