که طالبان راغلل؟!/ خوشال درانی

درېیمه برخه

په تېرو دوو برخو لوستونکو بېلابېل نظرونه ورکړي وو. ځینو زما شخصي نظر د طالبانو نظر بللی وو، خو زه بیا هم وایم، چې زما نظر د هېڅ یوې ډلې نظر نه دی، زه د خپل شخصي نظر څرګندولو حق لرم!

په دغه لړۍ کې غواړم خپل نظر ووایم، خپل نظر نه د کومې ډلې په پلوۍ او نه یې په مخالفت وایم.

مسلکي کدرونه: زموږ زیاتو هېوادوالو سره دا اندېښنه ده، که طالبان سوله وکړي او له اوسني حکومت سره په  تفاهم سره يو داسې نظام منځ ته راشي چې طالبانو ته هم د منلو وړ وي او طالبان د نظام برخه وي، نو د تېر په څېر به بیا ( د دوی په اصطلاح)  د مدرسې هر فارغ او ملا وزیر، والي، ولسوال، سفیر، قومندان او دوی به نورې لوړې دندې ترسره کوي، که‌نه دا ځل به هر څوک د خپل مسلک له مخې په دنده وګوماري؟

طالبان هغه د شلو کلونو پخواني نه دي. طالبانو پنځه کاله په ټول هېواد او اوولس کاله د هېواد په ځینو سیمو واکمني کړې او د تېر حکومت څخه په تجربو به د پخوا په شان  به بیا غیر مسلکي کدرونه په دندو نه ګوماري. په تېرو اوولس کلونو کې د طالبانو ځینو موقفونو او کړنو دا ثابته کړې ده.

د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې زموږ زیاتو هېوادوالو په بهر او د هېواد دننه لوړې زده کړې وکړې او د پخوا په پرتله مو زیات ځوانان مسلکي شوي دي. زیات ځوانان اوس تر لېسانس، ماسټري او تر دوکتورا پورې زده کړې لري او طالبان کولی شي، له دغو ځوانانو څخه ګټه واخلي او په مسلکي ځایونو کې یې په وړ دندو وګوماري.

د طالبانو په وخت کې زیات چارواکي دیني عالمان وو او د مسلکي وزارتونو وزیران هم دیني علما وو. د زیاترو قول اردو قومندانان هم دیني عالمان وو او هغوی د جګړې لارښوونه کوله.

د طالبانو په وخت کې د اوبو برېښنا وزارت، کرنې وزارت، بهرنیو چارو وزارت، روغتیا وزارت، د کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت او د نورو وزارتونو وزیران یې دیني عالمان وو.

داچې ولې دیني عالمان وو، له طالبانو سره چې کوم چا کار کړی هغوی ته يې ویل چې حالت جنګی دي، باید د دوی باوري کسان په وزارتونو کې وي، کله چې له نورو ډلو سره خبرې نتیجه ورکړي بیا به د طالب وزیرانو په ځای د نورو ډلو کسان وي، ځکه خو يې څو میاشتې ټول وزیران سرپرست و او په کابل کې يې د کابینې ناستو ته هم د سرپرستې شورا نوم ورکړی و.

په اوسنۍ او مخکېنۍ دوره کې هم زیات وزارتونو ته مسلکي خلک نه و ټاکل شوي او زیات وزیران د اړیکو په زور په وزارتونو نصب شوي وو.

د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې د اوبو او برېښنا وزیر محمد اسماعیل خان جهادي قومندان وو، خو اته کاله یې وزیر پاتې شو. د پوهنې وزیر  یونس قانوني، محمد حنیف اتمر او ډاکټر غلام فاروق وردګ وو، چې د پوهنې په ډګر کې مسلکي نه وو، خو د پوهنې د وزیر په توګه یې اته کاله دنده پرمخ یوړه. د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول هم د طب ډاکټر و، خو درې کاله د بهرنیو چارو وزیر وو. محمداکرم خپلواک د طب ډاکټر وو، خو د سرحدو او قبایلو وزیر و او داسې په لسګونه چارواکي چې زیاتو تر لېسانس هم کمې زده کړې کړې وې، خو د والیانو او وزیرانو په توګه یې څوکاله دندې ترسره کړې.

که چېرې طالبان راغلل او له حکومت سره یې سوله وکړه، نو د تېر په څېر بیا هر دیني عالم وزیر او والي وي؟ زما له انده طالبان به دا ځل د هر وزارت له پاره مسلکي او وړ اشخاص په دندو وګوماري او تېرې سهوې به بیا تکرار نه کړي.

رسنۍ:  د طالبانو د حکومت له سقوط او د حامد کرزي په مشرۍ د لنډمهالې ادارې په راتګ سره په هېواد کې زیاتو رسنیو په فعالیت پیل وکړ او په هر ولایت کې غږیزې، انځورېزې، چاپي او نړۍ جال رسنیو کار پیل کړ.

زیاتو رسنیو د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو په مالي ملاتړ خپرونې کولې او د ځینو د بندېدو څخه پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم عاجز پاتې شو.

په هېواد کې بدنامې رسنۍ، چې تل د پردۍ پالنې ټاپه پرې لګیږي، هغه لمر، طلوع، طلوع نیوز، ارمان ایف ایم، کابل پریس، ماندګار، هشت صبح، کابل ایکسپرېس او لسګونه نورې رسنۍ دي، چې تل په هېواد کې پردیو ګټو ته کار کوي او په افغانستان کې مذهبي، سمتي، قومي، ژبني او نورو برخو کې د بې اتفاقۍ اور ته لمن وهي.

تر اوسه پورې د اطلاعاتو او کلتور وزارت زیاتې رسنۍ بې سانسوره پرېښي (د کلتور او دود مطابق سانسور) او هغوی چې څه وغواړي، هماغه خپروي او وزارت یې د سانسور څخه عاجز پاتې شوی دي. زیاتو رسنیو په هېواد کې پردي کلتور، د پردۍ ژبې د کلمو مروج کول او د افغانستان له ملي ترمنالوجۍ څخه سرغړونه کړې، خو تراوسه یې یوه رسنۍ هم قانوني مجازات شوې نه ده.

زیاتو رسنیو اسلامي مقدساتو ته سپکاوي وکړ او دغه لړۍ تراوسه روانه ده. داچې اوسنی حکومت به څومره دغه رسنۍ مهار کړي او یا به یې طالبان څومره مهار کړي، دا هغه پوښتنه ده، چې اوس ورته ځواب ویل ګران کار دی.

د ژمن وېبپاڼې د پګواش د غونډې له یوې ګډونوالې اغلې ملالۍ شینوارې سره مرکه کړې وه او د رسنیو په اړه یې د طالبانو نظر پوښتلی وو. اغلې شینوارې په ځواب کې ویلي و، که طالبان سوله وکړي، نو رسنۍ به بندې نه، خو ځینې رسنۍ به مهار کړي او د اوس په شان به یې چې هرڅه زړه وغواړي، هاغه خپاره نه کړي.

نوربیا!

دویمه برخه

لومړۍ برخه دلته ولولئ

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close