که طالبان راغلل!؟/ خوشال درانی

څلورمه برخه

د دغې لړۍ د ځنډ له امله بخښنه غواړم. د ژوند بوختیاوې کله ــ کله دومره ډېرې شي، چې لیکلو ته وخت نه پیداکېږي. که طالبان راغلل!؟ لړۍ درې برخې مخکې د پښتو د بېلابېلو وېبپاڼو له لوري خپرې شوې. په بېلابېلو وېبپاڼو کې لوستونکو پرې بېلابېل نظرونه ورکړي وو. زه په څلورمه برخه کې بیا هم یادونه کوم، چې زه په دغه لړۍ کې خپل نظر وایم او زما نظر د هېڅ کومې ډلې استازیتوب نه کوي. د هېواد اوسني حالات، د طالبانو له لوري د ولایتونو او ولسوالیو سقوط، د سولې د خبرو ځنډېدل، د امریکا له لوري د خپلو عسکرو د پاتې کېدو اعلان، د داعش منځ ته راتګ، د خراسان داعش اړوند د مسلم دوست او حافظ سعید ترمنځ ترینګلتیا او لسګونه نورې هغه پېچلې مسئلې دي، چې د هېواد حالات یې بل لوري ته روان کړي دي.

د ۱۳۹۴ د تلې میاشتې پر شپږمه وسله والو طالبانو د کندوز ولایت ته سقوط ورکړ او د کندوز څلور ولسوالۍ یې هم ونیولې. د هېواد په شمال کې جګړو زور اخېستی. د بغلان، جوزجان، بدخشان، فاریاب او ځینو نورو ولایتونو یو کم شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې او ځینې یې لا هم په خپل واک کې ساتلي دي.

اوسني حالات افغانان په دې باوري کړي دي، چې طالبان به بیا راځي. دا چې په کوم ډول به راځي، لا نه ده معلومه. که هغه د سولې له لارې وي او که د اوسني نظام د سقوط له لارې. داچې طالبان به څنګه راځي، دا هغه پوښتنه ده، چې راتلونکی وخت به یې ځواب کړي.

د ګډ حکومت مشران باید د اوسنیو حالاتو څخه پوره ګټه واخلي او د سولې خبرې ګړنډۍ کړي، ځکه که جګړه دوام کوي، نو په جګړه کې دواړو لوریو ته ټول وژل کېدونکي افغانان دي. ګډ حکومت هم باید په دې پوه وي، که طالبان د زور له لارې ماتېدای، نو  مات شوی به وای.د اوس په پرتله په تېرو اوولس کلونو کې بهرني عسکر هم ډېر وو او وسله او تجهیزات یې هم ډېر وو؛ خو هغوی هم دې کې پاتې راغلل. امریکا او ناټو په افغانستان کې ماتې وخوړه او له هېواده یې پښې سپکې کړي، اوس چې د لږ عسکرو د پاتې کیدو خبرې کوي، د خپلې ماتې د پټېدو په خاطر يې کوي.

که د ملي یووالي حکومت د سولې خبرو ته لکه د اوس غوندې شا کړي، نو طالبان به هم جګړې ته زور ورکوي او کېدای شي ځینې ولایتونه سقوط وکړي.

نړیوالې اړیکې : پر طالبانو یوه نیوکه دا کېږي، چې دوی په خپل وخت کې ونه‌شوای کړای، چې د نړۍ له زیاتو هېوادونو سره د سفارت په کچه اړیکې ولري. د طالبانو نظام یوازې سعودي عربستان، پاکستان او عرب متحده اماراتو په رسمیت پېژندلی و. زموږ خپلو ځینو ګاونډیو هېوادونو هم طالبان په رسمیت نه پېژندل. طالبانو باید په اسیا، اروپا، افریقا، استرالیا او امریکا کې د ځینو هېوادونو سره د سفارت په کچه اړیکې درلودای او خپل ځان یې پر دوی پېژندلی وای. دا چې دوی ولې ونه‌شو کړای، د خپلو ګاونډیو چین، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره اړیکې ولري؟ دا هغه پوښتنه ده، چې د طالبانو د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر او نور لوړ پوړي چارواکي یې باید ځواب ووايي.

که طالبان له اوسني حکومت سره سوله وکړي او په حکومت د خپلو شرطونو په منلو سره  جهتونو په داسې نظام راضي شي چې ټول پکې برخه ولري، دا په دې معنی نه ده چې طالبان به له اوسني ګډ حکومت سره یوځای شي، ممکن په داسي موقت یا بل مناسب ډول نظام جهتونه هوکړي ته ورسېږي، شاید دا ځل د پخوا په څېر طالبان ګوښه پاتې نه شي. طالبانو خپل سیاسي دفتر په قطر کې خلاص کړ. چین، جاپان، فرانسې، جرمني، ناروې، عرب متحده امارت، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو ته یې رسمي سفرونه وکړل او د سولې اړوند خبرو کې یې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه لیدنه وکړه. دغه خبرې هم د دې ښه ثبوت دی، چې طالبان غواړي د نړۍ والو سره اړیکې ولري او هغوی د سوداګرۍ، صنعت، کرنې، اوبو او برېښنا او د کانونو په برخه کې ورسره هوکړه لیکونه لاسلیک او د هغوی د تجربو څخه مثبته ګټه واخلي.

په اوسني وخت کې د نړۍ یو هېواد هم نه غواړي ځان په حاشیه کې وساتي. د نړۍ زیاتره کمزوري هېوادونه د نړۍ د زبرځواکونو سره خپلو ګټو ته په پام سره اړیکې پالي او خپلې زیاتې اړتیاوې د هغوی څخه پوره کوي. افغانستان د طبیعي زېرمو له پلوه غني هېواد دی او د نړۍ زیاتره هېوادونه غواړي، چې  په دغه زېرمو پانګونه وکړي؛ خو په هېواد کې جګړې ددغه کانونو او زېرمو رایستلو پر وړاندې ستر خنډ دي. که سوله وشي او طالبان راشي، نو د جګړې لمن به هم له هېواده ورټوله شي او د نړۍ زیاتره هېوادونه غواړي، چې دلته پانګونه وکړي.

که طالبان راغلل؟ زما له نظره به دا ځل دوی د نړۍ له اسلامي او کفري ټولو هېوادونو سره اړیکې ولري او خپلو ګټو ته په پام به هغوی سره راکړه ورکړه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close