که طالبان راغلل!؟/ خوشال درانی

لړۍ (۱)

یادونه: دغه لړۍ مې درې کاله مخکې پیل کړې وه. هغه وخت ځینو خلکو سخت توند غبرگون وښود او زما خبرې یې په اصطلاح د «هوا گز کول» یادول؛ خو د تېر اختر په اوربند کې ثابته شوه، چې طالبان آن پلازمېنې کابل ته ولاړل او د حکومت ځینې لوړ پوړي چارواکي د طالبانو سیمو ته ورغلل او د اختر خوښي یې په گډه ونمانځله. سوله زموږ ملي اړتیا ده او اوس حکومت هم د پخوا په پرتله د سولې په هڅو کې گړندی شوی. هیله ده حکومت د سولې له هڅو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له‌پاره د کمپاین کار وانه خلي. امریکا، ناټو او حکومت پوره اوولس کاله جگړه وکړه؛ خو په جگړه کې یې هغسې بریالیتوب ترلاسه نه کړ، کومه ډنډوره چې په لومړیو کلونو کې غږول کېده. د روانې جگړې یوازېنی حل د امریکایانو وتل او طالبان په اوسني نظام کې مدغم کول دي؛ ځکه د روانې جگړې ټوله قرباني افغانان ورکوي. د امریکا په چاپو او بمباریو، د حکومت په جگړو او د طالبانو په بریدونو کې ټول افغانان مري. د حکومت له لوري ۱۴ ورځنی اوربند هم پای ته ورسېده او دا اندېښنې بې ځایه نه دي، چې جگړه به بیا یو خونړي حالت ته ورسېږي. د ملي یووالي حکومت مشران دې د کرزي د وخت ناکامې تجربې نه تکراروي. کرزي په دیارلس کلنه واکمنۍ کې په سوله معامله کوله او سوله یې له پاکستان غوښته؛ خو پایله یې صفر وه. د ملي یووالي حکومت مشران دې زړې تجربې پرېږدي او د اوسني بحران څخه د وتلو په پار دې سوله لومړیتوب کړي.

که طالبان راغلل!

له ډېرو افغانانو په ځانګړي ډول ځوانانو سره دا اندېښنه ده، که چېرې طالبان راشي، نو له عامو افغانانو او ځوانانو سره به څه کوي؟

غواړم په دې لیکنه کې خپل نظر ووایم، زه خپل نظر لیکم او زما نظر طبعاً د کوم لوري نمایندګي نه شي کولای. روانو حالاتو ته په کتو او د طالبانو د مخکېنیو اعلامیو اړوند خپل نظر وایم.

طالبان به په دوو حالاتو کې هېواد ته راځي او په هېواد به واکمن کېږي. دا چې له اوسني حکومت سره به سوله کوي او یا خو به اوسنی حکومت سقوط کوي. که چېرې یې سوله وکړه، له ځینو په اصطلاح سرو کرښو به طالبان هم تېرېږي او حکومت هم. په دې غوښتنو کې به هغه غوښتنې نه وي شاملې، چې د اسلام مبارک دین سره په ټکر کې وي.

که چېرې اوسني حکومت سقوط وکړ او طالبان په بشپړ ډول واک ته ورسېدل، نو بیا به هم ځینې شیان مني او ځینو نه به تېریږي. طالبان غواړي دا ځل له نړیوالې ټولنې سره اړیکې ولري. تر دې چې د امریکا په ګډون د اسیايي، اروپايي او افریقايي هېوادونو سره ښې ډيپلوماټيکې اړیکې ولري. د طالبانو وروستي دريځونه او په تېره ډیپلوماتیک خوځښتونه یې دا خبره کره ثابتوي.

ښکاري چې طالبان د ښځو زده کړې، بشر حقوق، رسنیو ازادي او ځینې نور مدني حرکتونه هم مني او د ټولنې له پاره يې ضرورت ګڼي.

که طالبان راغلل!

اوسني حکومتي چارواکي: زموږ زیاتو خلکو سره دا اندېښنه ده، که چېرې طالبان راشي، نو له اوسنیو حکومتي چارواکو سره به څه ډول معامله کوي؟ دوی به ټول وژني؟ له هېواده به یې بهر وتلو ته اړ کوي او که ټول به په کور کېنوي؟

د نړۍ په تاریخ کې به داسې نه وي شوي، چې د یوه نظام له منځه تلو او د بل نظام په راتګ دې د هغه پخواني نظام ټول چارواکي وژل شوي وي. د اوسني نظام زیات لوړ پوړي چارواکي بهر دي او له دندو د پای ته رسېدو سره سم له هېواده تللي او هماغه هېواد کې بېرته مېشت شوي، چې د کوم هېواد تابعیت یې درلود. که چېرې طالبان راشي، نو د اوسني نظام زیات او ټولو چارواکو ته به عفوه کوي او په نظام کې به یې ځان سره شریکوي.

ملي اردو: د ملي اردو عسکرو سره دا اندېښنه زیاته ده، که چېرې طالبان راغلل، موږ سره به څه ډول معامله کوي؟ ځينې د کښته کچې ځوان طالبان په اصطلاح دوی ټول مرتد او له دین څخه وتلي بولي، خو مشران طالبان بیا پوهېږي چې هېواد اردو ته اړتیا لري. طالبان له لومړي سره تراوسه افغان ځواکونو ته د «اجیر» کلمه استعمالوي او تراوسه یې مرتد نه دي بللي.

که چېرې طالبان راغلل، نو هغوی هم ملي اردو او پوځ ته اړتیا لري او د هېواد ساتلو له پاره نه له اسمانه څوک راکوزلی شي، هغوی به مجبور وي، چې د همدي روزل شویو ځوانانو څخه ګټه واخلي او د هېواد دفاع له پاره په ګډه کار وکړي.

ملي پولیس: ملي پولیس هم د هېواد د کورني امنیت ساتلو له پاره ډېر مهم دي او طالبان مجبور دي، چې د ښارونو او ولسوالیو امنیت له پاره ملي پولیس ولري. زموږ د هېواد هغه ځوانانو سره دا اندېښنه ډېره وي، چې هغوی په نظامي برخه کې دندې ترسره کوي. هغوی تل دا وايي، که چېرې طالبان راشي، نو موږ به ټول ووژني.

نوربیا…

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close