که طالبان کمزوري وي بریدونه یې ولې زورور دي؟

خاموش

په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو قوماندان جنرال جان نیکولسن او افغان دفاع وزارت وایي، د هېواد په بېلابېلو ولایاتو کې یې د طالبانو پر خلاف پراخ عملیات وکړل او طالبان یې کمزوري کړل. د دوی په خبره، وروسته له دې به طالبان د تېر په څېر د بریدونو توان ونه لري.

د نیکولسن او دفاع وزارت د دعوو په اساس طالبان د هېواد په بېلابېلو برخو کې له منځه تللي شمېرل شوي دي. خو د دفاع وزارت په ادعا ”دې کمزورو“ طالبانو په هلمند کې پر افغان ځواکونو زورور بریدونه وکړل، چې د تلفاتو له امله یې له دفاع وزارته لار ورکه ده او هم د بهرنیو قواوو د قوماندان جنرال نیکولسن له خولې غږ نه پورته کېږي.

د مخه به امریکایي نظامیانو تبلیغ کاوه چې په واورین ژمي کې طالبان د بریدونو توان نه لري. د خپلو او افغان پوځونو حوصلې به یې په دې لوړولې چې طالبان په ژمي کې نه، بلکې یواځې په دوبي کې بریدونه ترسره کولای شي. خو اوس یې د هلمند په ولایت کې هر څه د سر په سترګو ولیدل.

په همدې کړنګ ژمي کې، د هلمند په ولایت کې د طالبانو زور او د حکومت کمزوري څرګنده شوه. د هلمند ولسي وګړو ته هم د وسله والو طالبانو په مقابل کې د حکومت د ناتوانۍ معلومات وشول. دا ورته څرګنده شوه چې په هلمند کې د دفاع وزارت مدیریت کمزوری دی، نه طالبان، چې بې سارې تلفات یې امنیتي پوځونو ته واړول.

د هلمند ولایتي چاروکي پر خپله کمزورۍ د پردې اچولو لپاره رسنیو ته وايي چې موږ په تهاجمي حالت کې یو، ځکه مو تلفات لوړ دي. حال دا چې، طالبان په تهاجمي حالت کې دي او دفاع وزارت د خپلو پوځونو د دفاع توان له لاسه ورکړی دی.

هغه چې دفاع وزارت د طالبانو کمزوری ښووله، امنیتي پوځونو ته یې د تلفاتو په اړولو خپل زور څرګند کړ.

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د نا امنیو له امله څوک له کوره نه شي وتلای، یا یې غله او یا یې د لارو پر سر پوستې لوټوي. په هلمند کې حکومتي ځواکونه تراوسه پورې د لارو په امن کې د تېر په څېر پاتې راغلي دي؛ هغوی د تهاجم توان څرنګه پیدا کړ؟

د دفاع وزارت په وینا که طالبان کمزوري وي، بریدونه یې بیا ولې زورور دي؟ په هلمند کې د امنیتي ځواکونو تلفات پخپله دا حقیقت روښانه کوي چې طالبان نه، بلکې دفاع وزارت کمزوری  دی، چې د خپلو ا منیتي پولیسو دفاع نه شي کولای او د تلفاتو شمېر یې په هلمند کې ټولې نړۍ ته څرګند شو. که طالبان کمزوري وي، دا بریدونه یې ولې دومره زورور شول؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close