که عناد ونشي او پر حقیقت سترګې روڼې شي

لیکنه: اولیاء عمري

که له عناد او ضد نه کار وانه خستل شي، لکه د مدینې د یهودو غوندي نو دا خبره به هر مسلمان افغان کس ته داسي روڼه وبریښي لکه لمر چې هر څوک یې منل لازمې ګڼي، هغه که ووړ وي که غټ، که لیونی وي که سم، چې دلته د ۴۳ اشغالګرو هېوادونو په وړاندې د مقابل لوري “طالبانو” روانه مبارزه بې عقیدې او بې څه نه ده.

طالبان دلته سرونه بې څه او بې فایدې نه قربانې کوي او نه یو سالم عقل لرونکی انسان بیا په خاصه مسلمان او بیا په ځانګړې توګه ملا، طالب داسي لیوني نه دي چې بې څه او بې ګټې دې خپل ژوند د خطرونو سره مخ کړي او د ژوند له ښکلاوو څخه بېل د سختیو او دردونو ژوند غوره کړي.

که په رب لا یزال رښتونی یقین وشي او د دین مبین احکام په ځان څوک ومني، نو دا د طالبانو روانه مبارزه به هغسي مبارزه ورته ښکاره شي لکه څنګه چې له روسیې سره افغان ملت په مخ وړله، نا هغه خو لا ایسته بلکې ۱۴ پیړۍ مخکې به یې د صدر اسلام د وخت د مبارزې سره ورته کوي؛ ځکه هغه وخت هم د کفر او اسلام جنګ وو او اوس هم.

تېر کال دغه روانې ورځې د هغه زمري د شهادت دي چې ورځ او شپه به یې د اشغال په وړاندې یوه کړې وه او خپل خوږ نازنین سر به یې په لاس کې وو او د سنګرونو په غیږ کې به یې د ژوندانه خوږې شیبې په خورا ښه انداز تیرولې.

نو د هغه میړني (ملا عبدالسلام تقبله الله) تر شهادته دا یاده شوه، چې طالبانو زمونږ (افغان ملت) د سرلوړاوي لپاره یوه رښتونې او دافعه مجاهده پیل کړې وه او که خدای مکړه، دوی نه وای هغه پخوانیو ټوپکیانو، خلقیانو، پرچمیانو او پاټکیانو په لاسو او ظلمونو به هم هاغسي زورېدو او یا به له دین نه تېریدو، توبه “نعوذ بالله” او یا به مونږ هم د هغوی سره په صف کې ولاړ وو.

که دغه طالبان د راغلو ۴۳ ملکونو په وړاندې بنیان مرصوص نه وای جوړ شوي او خپله سینه یې نه وه ورته سپر کړې، اوس به مو هېواد په نړۍ کې د بې دینۍ او فحاشۍ په یوه پلازمېنه بدل وو؛ ځکه د ۴۳ ملکونو را غونډ شوي ټول کفارو به ځانته ځانته او رنګارنګ مفسدات او له اسلام سره په ټکر ټول ناوړه حرکات دلته ترسره کول لکه تر یو بریده یې چې دا هڅې پیل کړي هم دي.

دا یوه بیله خبره ده، چې دلته ۴۳ ملکونه د طالبانو له کبله راغلي، زه خو وایم دا خبره چې هر څوک کوي له دوو ټکو هغه کس نه دی خلاص یا به پوره بې عقله او بې انتهاء لاپروا وي او یا به هم د اسلام، مسلمانانو او افغانانو سره ښه په خرپ د ضد او عناد په پار غږیږي او له دین څخه به په ډیر لرې واټن کې ژوند تیروي؛ ځکه یهود او نصاريٰ له ۱۴ سوو کلونو مخکې لا له اسلام او مسلمانانو سره هغه سخته دښمنې وه، چې نن به یې مثل هم نه وي نو ته څه فکر کوې چې د هغو کافرانو چرګوڼي او بچیان به څنګه له اسلام او مسلمانانو سره دښمنې ونه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close