که غزني سقوط شي!

  اسد سباوون

کندز د اوسني حکومت د واک پر مهال دوه ځل سقوط شو. هغه مهال د حکومت ټولو فېسبوکي شنونکو دا نارې وهلې چې کندز د روسيې له پاره ستراتېژيک ارزښت لري او غواړي د طالبانو په واسطه سقوط ورکړي. ځینو خو دا هم ویل چې هلته د یوه جلا هېواد د جوړولو په اړه فکر شوی دی او د کندز نیول به د افغانستان د تجزیې پېلامه وي.

له روسيې، چین او ایران سره د طالبانو د اړیکو لرل کومه پټه خبره نه ده. د کابل له پاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف څو ځل اعتراف کړی چې له طالبانو سره اړیکې لري او طالبانو هم هلته سفرونه کړي دي.

امریکا او د افغان حکومت یو شمېر پوځي چارواکو په روسیې تور لګولی چې طالبانو ته وسلې ورکوي؛ خو روسیه يې نه مني او امریکا او افغان حکومت د خپلو ادعاوو د ثبوت له پاره هېڅ ثبوت هم نه دی وړاندې کړی. د ناټو یوه لوړ پوړي چارواکي هم موده وړاندې دا خبرې رد کړې او ویې  ویل چې دوی په دې اړه هېڅ ثبوت نه لري.

اوس چې پرون فراه د سقوط په درشل کې وه او طالبانو د ښار مهمې سیمې نیولې وې؛ نو دوی ویل چې فراه ته ځکه سقوط ورکول کېږي چې وروستیو کې ایران له افغانستانه د لږو اوبو په اړه د غبرګون ښودلو او ګام پورته کولو خبره کړې.

یو شمېر کسان د ځینو ناخبره کسانو په فکرونو کې د دې فکر ور پېچکارولو هڅې کوي؛ خو واقعیت دادی چې جګړه له پخوا ډېره پراخه شوې ده. د اوبو په اړه د ایران له غبرګون میاشتې وړاندې په همدې فراه ولایت کې نږدې پنځه دېرش کومانډو سرتېري طالبانو ووژل. څو ورځې وړاندې يې پنځه څلوېښت امنیتي سرتېري ووژل او اوس چې د حکومت د خپلمنځیو ناندریو او کمزوریو له امله طالب ورځ تر بلې پیاوړی کېږي او خبره د فراه سقوط ته رسېږي؛ نو دوی بیا فکر کوي چې دا د ایران لوبه ده.

زه د هېڅ ډلې پلوی نه یم. واقعیت مې خوښېږي. زه وایم که سبا غزني سقوط کوي؛ نو بیا به يې په اړه کوم هېواد ته ګوته نیول کېږي. دا اوس چې زه لیک کوم؛ نو د ولایتي شورا یوه غړي حسن رضايي طلوع نیوز کې لګیا دی او  وايي چې طالبانو د غزني په جغتو، زنه خان، اندړو او نورو ولسوالیو کې پر پوستو بریدونه کړي او تر تهدید لاندې دي. ده وویل چې جغتو کې نهه او زنه خان کې دیارلس پولیس وژل شوي دي.

ښه! غزني خو له هېڅ ګاونډي هېواد سره اړیکه نه لري؛ نو هلته طالب ته پاکستانۍ، ایرانۍ او یا هم روسۍ وسلې او یا د دې هېوادونو ملېشې څنګه لاړې او چا ورسولې. زه فکر کوم، هغوی چې د روانې جګړې په اړه دغه ډول غېر منطقي څرګندونې کوي، د جګړې له زوره خبر نه دي. د جګړې په لومړۍ کرښه کې پراته نه دي، د کورنۍ د غړو د لاسه ورکولو درد يې نه دی لیدلی. دوی یوازې په احساساتي خبرو حکومت جګړې ته هڅوي او خلکو ته د جګړې کولو او بریا ته د نږدې کېدو احساس ورکوي؛ خو واقعیت دادی چې نور دا ولس له جګړې ستړی شوی، د کونډو او یتیمانو شمېر له حسابه وتلی. دوی به ښايي په دې نه وي خبر یا به پرې ځان پوهوي چې د کورنۍ د یوه سرپرست د لاسه ورکولو وروسته په هغې کورنۍ څه تېرېږي؟

اړینه ده چې دوی او حکومت د جګړې اصلي لامل درک کړي. حکومت د سولې طرحه وړاندې کړه؛ خو سوله په دغه ډول طرحو نه شي راتللی، تر هغه چې د مخالف لوري اصلي او لومړۍ غوښتنې ته ځواب نه وي ویل شوی. طالب د بهرنیو پوځونو د شتون او دلته د پاتې کېدو د مودې په اړه خبره کوي؛ خو حکومت ورته د سیاسي فعالیت او دفتر د پرانېستو وړاندیزونه کوي. که د سیاسي فعالیت او دفتر خبره وای؛ نو هغه دی قطر کې يې خلاص کړی. ترکیه کې يې هم پرانېستی شي، چین، روسیه، ایران او هر هېواد کې يې خلاصولی شي؛ خو نه، داسې نه ده.

حکومتیان دې خلکو ته دا ناکام او سولېدلی فکر نه ورکوي. حقایق دې درک کړي او هغه څه چې د جګړې په پای ته رسولو کې اغېزمن وي، په هماغه لوري دې ګام پورته کړي. له منطقه لرې شنونکي دې د هغه او دغه هېواد خبرې نه کوي. که فرض کړو چې له طالبه دا او هغه هېواد ملاتړ کوي؛ نو دلته خو له تېرو اوولسو کلونو راهیسې پنځوس هېوادونه، په ښکاره د همدې حکومت په پلوۍ جوماتونه، کورونه، مدرسې روغتونونه او نور غېر محارب ځایونه بمباروي. دوی بیا دې ته د نړیوال ملاتړ نوم ورکوي او تېروتنه يې بولي.

حکومت دې نور د طالب په اصلي او لومړۍ غوښتنه فکر وکړي، له انعطاف او بهرنیانو سره دې خبره وکړي او نور دې دغه جګړه پای ته ورسوي. دا د حکومت مسوولیت دی چې د جګړې د پای ته رسولو او د ولس د ارامولو له پاره هر در ته ورشي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close