که غواړۍ تل تر وتازه او ښه روغتیا ولرۍ، د لیمو شربت وڅښئ

 ډاکټر مقدس

په لیمو(Lemons) کې مختلف ويټامینونه شتون لري او ډیرې ګټې هم لري، خو چې کله له لیمبو سره اوبه ګډي شی نو ګټې یې یو په دوه کیږي.

د لیمو د اوبو(شربت) ځینې ګټې په لاندې توګه دي.

۱ـ سهار وختي په خالي نس(نهاره) باندې د لیمو شربت په څښلو سره د انسان بدن تر اوتازه کیږي او څهره یې له زړښت څخه ساتل کیږي.

 که چیري هره ورځ یو ګلاس د لیمو شربت وڅیښئ دهاضمې نظام به مو ډیر وزسره ښه شي.

۲ـ سهار وختي د لیمبو شربت څښل بدن او خصوصا ځیګر ته نوی قوت ورکوي.

۳ـ د لیمو شربت د معدې د تیزابیت په ختمولو کې هم مهمه ونډه لري، که د ژمي په موسم کې د لیمو شربت وڅښل شي نو د غړې او مرۍ له ناروغیو به خوندي وۍ.

۴ـ د لیمو شربت تر ټول غټه فایده دا ده، چې په بدن کې موجودې خرابې مادې(وژل شوې او مکروبي حجرې) د باندې وباسي او خارجوي یې، همدارنګه د انسان سستیا ختموي او چست او چلاکه کوي یې .

۵ـ په لیمو کې موجود ویټامن سي د بدن او هډونو د مهم جز‌ء«Collagen» په پیدا کولو کې مهم رول لوبوي.

۶ـ که د لیمو شربت په دوامداره توګ وڅښۍ څهره او د مخ پوستکی به مو تر و تازه وي او ستاسو څیرې ته به ځانګړې ښکلا وروبښي.

۷ـ که د وزن کمول غواړی نو هم د لیمبو شربت وڅښئ، په لیمبو کې موجود Pectin د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

۸ـ همدارنګه طبي پوهانو ثابته کړې ده، چې د لیمبو بوی زموږ په اعصابي نظام هم ډیر ښه اثر لري او د ډیپریشن( ذهني ستړیا، او خفګان) په لرې کولو کې مرسته کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close