که حکومت که په کړ یو ژ منو عمل ونکړي خپل مشر و عیت به له لاسه ورکړي

سرلیکنه

دتیر۱۳۹۴کال په وروستیوکې ددولت دواکمنواوسیاسي مخالفوګوندونوچې دیوشمیرجهادي مشرانو نا اعلان شوی ملاتړ ورسره و دملي یووالي پرحکومت ېې نیوکې پیل کړې ویل به ېې دملي یووالي حکومت دحکومتولۍ په پیل کې ددوه کالو په موده پوره کیدودلویې جرګې د رابللو ژمنه کړیوه  دحکومت او مخالفوسیاسي ګوندونو دمشرانو مخالفت تردې حده ورسید چې دملي یووالي دحکومت دپیل په څیریوځل بیادامریکا دبهرنیوچارو وزیرجان کیري کابل ته راغی دولسمشرمحمداشرف غني ا وډاکټرعبدالله نه علاوه ېې دحکومت دیوشمیر نورولوړپوړوچارواکوسره ولیدل اوترخپله وخته ېې دملي یووالي دحکومت دپوره کیدو وینا ورته وکړه .

دجان کیري وینا سیاسي مخالفو ګوندونو په خپلو چاروکې بربنډه لاس وهنه وبلله په پڅ مخالفت  دلوېې جرګې درابللو موضوع یوڅه سړه شوه .

اوس یوځل بیا په هېواد کې دنا امنیو په زیاتوالي دهېواد دڅلورو ولایاتو کندهار،زابل،هلمنداو روزګان ولایتي شوراګانو،علماو اوقومي مشرانو په ګډه سره یوه لویه تاریخي غوڼده وکړه دملي یووالي له حکومته ېې دکړیو ژمنو په پوره کولو سره  دلوېې جرګې درابللو غوښتنه وکړه

دملي امنیت او دفاع وزارت ادعاکوي چې دپخواپه پرتله نسبي امن راغلی دی.

 خو پردولت بیا دانیوکه کیږي چې دانسبي امن دولتي ځواکونه  نشي راوستلای او نه ېې توان لري دا د ولسي وګړو، علماو، او قومي مشرانو هڅې دي چې نسبي امن ېې راوستی او دولس نه حل کیدونکې مسئلې حل کوي.

دڅلورو یادو ولایاتو ولایتي شوراګانو ، علماؤاو قومي مشرانو دملي یووالي له حکومته په یوه خوله دلوېې جرګې رابلل وغوښتل، په داسې حالاتو کې چې دولت ورځ په ورځ سیمې او په سیموکې  امنیتي پوستې دلاسه ورکوي.

 دلوېې جرګې رابلل په هېوادکې دامنیت او ټولو ستونزو دحل یواځنۍ لاره ده دغونډې دبرخوالو په وینا که لویه جرګه راونه بلل شي حکومت به خپل مشروعیت له لاسه وکړي .

دملي یووالي حکومت له ډاکټرانو هم لاره ورکه ده کله دخپلې مسئلې حل دخپلو هېوادوالو ، کله دګاونډیانو او کله داسلامي هېوادونودهمکاریو پورې تړي .

دروان میلادي کال دمارچ دمیاشتې په شپږمه دبهرنیوچارو وزارت وویل: دروان بحران حل داسلامي هېوادونو دعلماولخوادیوکنفرانس په جوړولو سره کیدی شي چې پدې اړه یی دوزارت دویاند په ادعا داو،آی، سي سره اړیکې نیولي دي . خو دمارچ په ۲۹مه بیا دمشرانو جرګې وویل وسلوال مخالفین سوله نه کوي ددوی سره باید دسولې پرځای دجګړې لاره غوره شي وسلوال مخالفین چې دجګړې دلارې ونه ځپل شي په هېوادکې سوله نشي راتلای.

دفاع وزارت دهېواد په ټولو ولایاتوکې جګړې پیل کړیدي  خو بیاهم نا امني ورځ په ورځ زیاتیږي.

افغانستان که دجګړو لرغونی تاریخ لري ورسره دلوېې جرګې دلارې یې دسولې نوم هم ګټلی دی.

په ۱۷۴۸م کې چې په هېوادکې دبهرنیویرغلونو او کورنیو جګړو له امله نا امني زیاته شوه دهېواد سالمیت ژغورل اړین وبلل شودزیاتو مشورو وروسته احمد شاه بابا د کندهار په پوځي کلاکي دټولو پښتنوقومي مشرانو لخوا هېوادمشر انتخاب کړل شواو دغنمو یو وږی ورته دبادشاهۍ دتاج په توګه په پګړۍ کې وټومبل شو.

په افغانستان کې چې کله هم داډول بدامني زیاته شویده دحل لاره ېې په لویه جرګه جوړولو موندل شوې دملي یووالي دحکومت لویه ستونزه داده چې خپلو سیاسي او وسلوالو مخالفینو ته دقناعت ورکولو ژبه اوتوان نلري .

په ۱۸۴۱م کې چې په هېوادکې یوځل بیا دنا امنیو وریځې هره خوا خورې شوې په کابل کې دعبدالله اڅکزي په کورکې دمحمد زمان په مشرۍ د ۱۲تنو په ګډون جرګه جوړه شوه په همغه کال هېواد یوځل بیاد ۱۲نتو په جرګه اومشوره له ګډوډیو وژغورل شو.

همدالویه جرګه ده چې دهېواد اساسي قانون او حکومت پرې جوړیږي بله یوه لاره هم کامیابه نده اونه کوم واکمن یاګوند پرې کامیاب شوی دی، په افغانستان کې یوګوندیز او یواړخیز حکومت هیڅ وخت نشي کامیابې داې که کامیابې دای شوای نو دتاریخ په اوږدوکې ډیرو زورورو واکمنوخپله زورواکي وازمایله خو واکمني ېې سرته ونه رسوله .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close