که نن په ما سبا په تا ده!

لیکوال ـ څارګر ځدراڼ

په ډیر افسوس سره چی وحشي عسکرو په ننګرهار کښي داسي ظلمونه وکړل، چی قلم یې له لیکلو ، ژبه یې له ویلو، غوږونه یې له آوریدلو، زړونه یې له زغملو عاجز دي.

که مونږ په تیر تاریخ نظر واچوو نو دغه خبره به راته واضحه شي چی په کومه زمانه کښي چی هرچا ظلم شروع کړي نو له هغې ورځې د هغي ظالم د ژوند آخرې شیبي نیژدې شوې او ډیر لږ وخت یې په دغې دنیا تیر کړۍ.

ډیره د حیرانتیا خبر خو لا داده چی بعضي داسي کسان هم تر سترګو کیژې چی دغو مظالمو ته د پرتوګ ګنډلو هڅې کوې.
خو
دغه خلک چی دغې وحشت لپاره د جواز لارې څارې ، دغه خبره په خلاصو غوږونو واورې، چی هغه د پښتو متل هم دۍ چی نن که په ما ده صبا په تا ده، مطلب نن که په ما غم وو او په شریکه یې مخه ونه نیول شې نو دغه غم صبا ورځ د ستا کور ته هم درمیلمه کیژې.
نو غرض دغه دۍ چي اي !!!
غیور افغان اولسه!
په چیغو، په فریادونو، آه و فریاد هیڅ هم نه کیژې او نه هم دغه د نرانو کار دۍ بلکه نران به هر وخت د هر ظلم په وړاندې د هر ظالم په مقابل کښي پاڅون ته مخه کوې، تر څو له دغې ظالم څخه خپل ځان او خپل اولس وژغورې.

ربه!!!
نور زمونږ په هیواد د امن هوا والوځوی.
اللهم آمین.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close