که هديرې بيلې، ځمکه مو سره شریکه ده

سرلیکنه

د سوریې په حلب او د عراق په موصل کې دولتي ځواکونو خپلو مخالف وسله والو داعش  جګړه مارو باندې عملیات پیل کړي دي، د دواړه سوریې او عراقي پوځونو نږدې یوه میاشت وشوه چې له داعشه له لاسه وتلې سیمې بیانیسي.

د سوریې په حلب ښار او خواو شا سیمو کې تر یولک زیات وګړي محاصره دي، د ملګروملتونو مرستندویه خوراکي توکو کاروانونه هم نه ور رسیږي، دیوې اونۍ جګړې په دوام د بشارالاسد پلوي پوځيانو له داعشه زیاتې سیمې ونیولې.

په عراق کې هم عراقي ځواکونو چې کردي پیش مرګو، سني او شیعه سرتیرو  د داعش پرخلاف په موصل کې ګډعملیات پیل کړي دي او هره ورځ ترې یوه یوه سیمه نیسي.

د موصل د نیولو په جګړه کې سني، شیعه او کردي ځوانانو سره لاسونه یو کړي، چې دې یووالي د امریکا پوځی جنرالان او استخباراتي اداره سي، آی، ای حیرانه کړې ده، غواړي د تبلیغاتو له لارې په درې واړه شیعه، سني او کردي ولسي وګړو کې نفاق واچوي ترڅو د موصل په جګړه کې د یادو درې خواو اتفاق تالا ترغه کړي.

امریکا د منځنۍ اسیا او فارس لپاره بیلابیلې تبلیغاتي څانګې چې یې ورته د راډیوګانو نوم ورکړی فعالې کړي دي، اوس دغه راډیوګاني او تلویزیوني چینلونه په سوریه، یمن، عراق او افغانستان کې  د رسنیو تر پردې لاندې تبلیغات کوي.

په موصل کې چې عراقي ځواکونو وړاندې تګ وکړ، د امریکا تبلیغاتی اداره ډنګوي چې په عراق کې د موصل د جګړې د مړو لپاره په نجف کې د سني او شیعه لپاره بیلې بیلې هدیرې جوړې شوي دي، شیعه د سنې په هدیره او سني د شیعه په هدیره کې نه خښیږي.

په مسلمانانو کې دامریکا، اسرائیلو او نورې کفري نړۍ دا وروستي تبلیغات دي، چې په ژوند خو یې شیعه اوسنيان سره په اختلاف واچول، اوس یې د هدیرو د جدایي په نفاق هم تر مرګه یووالي ته نه پریږدي.

د دې تبلیغاتو لپاره د شیعه او سني وګړو په کورنیو ګمارل شوي کسان ګرځي، ترڅو د موصل په جګړه کې شیعه او سني په اختلاف واچوی.

د موصل په جګړه کې د شیعه، سني او کردي ځوانانو کورنیو د امریکا تبلیغاتي ګمارل شوو کسانو ته ویلي، که په نجف کې د موصل د قربانیانو هدیرې سره بیلې دي هیڅ ستونزه نشته، په کلو کې که سنیان دي او که شیعه ګان یاکردان، زموږ هدیرې سره بیلې بیلې وي دا ټوله د یوه الله ځمکه ده.

 په موصل کې د سرتیرو د قربانیانو کورنیو ویلي دي، دعراق ساتنه، په خپله خاوره سرونه ورکول او د خپل ولس سر او مال ساتل دا هر څه موسره شریک دي ځکه چې هدف موشریک دی، که هدیرې مو سره بیلې دي، بیلې دي وي، ځمکه خو مو سره یوه او شریکه ده.

په افغانستان کې د ناټو په تړون امریکایي الوتکو په جوماتونو،ودونو، جنازو، کلو او ښارونو بمبارۍ وکړې، ښځې، نارینه او بې ګناه ماشومان یې په وینو کې ولمبول، شهیدان ېې کړل؛ خو چې په حلب کې روسي الوتکو د سوریې د مخالفینو پر مورچو بمباري وکړه، امریکا په ملګروملتونو کې د بشر د حقوقو په وسیله غوغا جوړه کړه.

په اسیا يي هیوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان، عراق، سوریې، یمن، سوډان او نورو اسلامی هیوادونوکې چې څومره نفاق رامنځ ته شوی دا د امریکا د اسلام د ښمنه کړنو نتیجه ده.

بد بختانه مسلمانان بیاهم خپل دښمن نه پیژني، امریکا په مرګ او تر هدیرې پورې ورپسې ده؛ خو یو شیمر اسلامي هیوادونه  د امریکا له یارۍ لاس نه اخلي.

 په هر هیواد کې د جهاد ترفتوی لومړی د لومړۍ قبلې (بیت المقدس) د ازادۍ د جهاد فتوا پکار وه؛ خو د اسرائیلو پر خلاف یوه شیخ او مفتي هم د جهاد فتوی ورنه کړه.

که د لومړۍ قبلې د ازادۍ لپاره د نړۍ مسلمانو مفتیانو د اسرائیلو پر خلاف د جهاد فتوی ورکړې وای، نن ورځ به ټوله اسلامي نړۍ د امریکا اواسرائیلو له شره خلاصه وه، یوه کفري هیواد به هم د اسلامی هیواد پر خاوره د یرغل نیت نه وای کړی.

د موصل د نیولو لپاره که هر څو امریکا دعراقي ځواکونو پرخلاف تبلیغات و کړي؛ خو د عراقی پوځونو کورنۍ وایي: شیعه، سني او کردي ځوانان د مخالیفو په مقابل کې سره یو دي، پر موصل به سرونه ورکوي، خیر که هدیرې مو سره بیلې د عراق خاوره او ځمکه مو سره شریکه ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close