کورنيو چارو وزارت: د روزګان په لاره نيول شوي نهه پوليس لا هم د طالبانو په بند کې دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۶) د کورنيو چارو وزات وايي، د روزګان- کندهار پر لاره نيول شوي د پوځ نهه سرتيري لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي وايي، د تښتول شويو پوليسو د خوشې کولو لپاره يې پلټنې پيل کړي او په دې اړه يې له قومي سپينګيرو او مخورو څخه مرسته غوښتې ده.

شاوخوا يوه اوونۍ مخکې، طالبانو د کندهار- روزګان په لويه لاره د چورې ولسوالۍ اړوند سيمه کې پلټنې پر مهال د روزګان د والي د وياند دوست محمد ناياب په ګډون شپاړلس پوليس ونيول.

وروسته طالبانو وويل، چې د دغې کسانو له ډلې يې پنځه تنه خوشي کړي او د والي وياند يې د ورسره زنانوو په شفاعت او ټينګار چې ورباندې ژړل يې له نيول کېدو لږه شېبه وروسته خوشې کړ.

طالبان وايي، د يادو عسکرو دوسيې يې د اسلامي امارت محکمو ته استولي او وروستۍ پريکړه به يې محکمه کوي.

په عين حال کې، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی لالی حميدزی وايي حکومت د لویو لارو د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلی دی. طالبان چې هر وخت وغواړي په لویو لارو کې د دولتي عسکرو او منسوبينو د پلټنې لپاره تلاشۍ وکړي او لارې بندې کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close