کومه کږه ملا به سمه شي، د ارګ که د نور؟

 خاموش

د بلخ پخواني او د ارګ لخوا لیرې کړل شوي والي عطا محمد نور ارګ  ګواښلی چې د فرمان د نه منلو تر څنګ به د ارګ پر خلاف په پنځلس ولايتونو کې لاريون وکړي او په لاريون کې به ارګ ته خپل زور او قوت څرګند کړي. نور وايي د ارګ کږه ملا به په خپل قوت ښوولو سره ورسمه کړي.

 د ارګ لخوا د بلخ ګوښه شوي والي عطا محمد نور وړمه ورځ د خپلو پلویانو په غونډه کې ویلي:  د روانې میاشتې په وروستیو کې به د هېواد له ۱۵ زیاتو ولایاتو کې پراخه لاریونونه  وکړي.

نور په دې نظر دی چې په ولاياتو کې لاریونونه به د ملت برخلیک معلوم کړي او د ارګ مېشتو کږې ملاوې به سمې کړي. غني هم ورته ساه اوږده کړې ده، چې د غني اوږده ساه به د نور کږه ملا د بلخ له ولايته په ګوښه کولو سمه کړي.

دا چې نور به په رښتيا په يادو ولاياتو کې لاریونونه کوي او که ارګ ګواښي، د دې ځواب به د مياشتې په وروستيو کې څرګند شي. خو، امریکا لکه د کمونستي نظام له نسکورېدا وروسته چې د يو شمېر ارګ غوښتونکو جهاي مشرانو ترمنځ په کورنيو جګړو کې د خير پر غونډۍ ناسته وه او له لیرې یې په افغانستان کې د خپلمنځي جګړو ننداره کوله، اوس یې د نور او ارګ تر منځ په روان کړکېچ کې هغه لار خپله کړې ده.

که غني په امريکايي ملګرو ډاډه وي چې نور به د بلخ ولايت له څوکۍ په سياسي ماتې لیرې کړي نو نور به هم د چا په ډاډ د ارګ کږې ملاوې ورسموي. او ارګ (اشرف غني) چې په شمال کې نور ته صبر کوي، د نور د کږې ملا د سمولو لپاره به  حالاتو ته انتظار باسي. خو دا نه ده څرګنده چې د بلخ ولايت د څوکۍ په ښکر اړمې لوبه کې به د چا کږه ملا سمه شي، د ارګ او که د عطا محمد نور؟

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close