کومې ښځې غربي حقوق غواړي؟

ډاکټر یوسف اکبری

له ډېرو ورځو راهیسې په هېواد کې د ښځو د حقوقو ډنډورې پیل شوي دي، یو شمېر هغه ښځې چې د غربیانو لخوا د ډالرو په زور تحریک شوي دي په تلویزیونونو کې د ښځو د حقوقو په اړه تبصرې کوي چې په اصل کې د غربیانو د لوډسپیکرو حیثیت لري ځکه چې د ډاکټر غني حکومت کې د ښځو اطلاق یوازې په هغو ښځو کیږي چې خپلو ارزښتونو باندې ملنډې وهي او هغه چې متدینې دي او په اطرافي سیمو کې د خپلو درنو ارزښتونو پالونکې او د غیرتي افغانانو بچیانې دي، په هغوی برعکس دي ځکه خو نن سبا ورځو کې ده ډول عفیفې ښځې د غربیانو په اشارو او قوماندو کله مور د خپل ماشوم سره بمباریږي او کله په ټولنیز ډول تر خاورو لاندې کیږي همدا اوس د ننګرهار په حصارک کې د دولسو په شاوخواکې هغه د کورنۍ غړي هم بمبار شول چې خاوند او د کورنۍ نور غړي يې هم له هېواد څخه د دفاع تر نوم لاندې په وردګو کې د جګړې په میدان کې همدا اوس قرار لري

او پوه او هوښیار خلک هم هغه څوک دي چې په خپل مسلک کې د ناکامۍ پټولو لپاره د نړیوالو څخه په درواغو مډالونه اخلي؛ لکه د روغتیا وزیر؛ چې اونۍ مخکې د زابل په روغتون باندې د آزادۍ رآديو د راپور له مخې هیڅوک په خپله دنده حاضر نه ؤ او یا لکه  د ځوانانو چارو هغه ولسمشر غي مداح معین؛ چې ټول عمر يې د غني په درواغجنو صفتونو تیر کړ چې په اند يې ټوله نړۍ یوازې د ډاکټر غني پر ښکرو ژوندۍ ولاړه ده.

د غني په حکومتولۍ کې خو هره ورځ زمونږ د غیرتي خویندو جنازې پورته کیږي او د ښځو ورځ  یوازې د غرب مشربه ښځو لپاره لمانځل کیږي؛ دا ټاټوبی خو د ملالۍ، ناهید او داسې نورو په څېر د هغه پتمنو خویندو دی چې د عزت ساتل يې د هر بادرده او ځيګ افغان ملي او اسلامي وجیبه ده .

ای لویه خدایه!

نور زمونږ دا غیرتي ولس د دغو دین او هېواد پلورونکو او غلامو کرکټرونو له کرغېړنو منګولو وژغوره؛ چې په خپلو دندو کې د ناکامۍ او په ولس کې خپل بایللی اعتبار د ښکیلاکګرو په لاس  په بې حیايۍ خپرولو کې لټوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close