کونړ: د سرکاڼو ولسوالۍ پر امنیه قومندان چاودنه شوې

کابل ټکی کام ۱۱سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د کونړ ولایت څخه د پولیسو له قوله په را رسېدلي خبر کې راغلي دي چې د سرکاڼو ولسوالۍ د امنیه قومندان پر موټر بمي چاودنه شوې چې د امنیه قومندان (سمونیار ډاکټر)، د ملي امنیت د مدیر (مبارک شاه) په ګډون دوه تنه ساتونکي یې وژل شوي دي.
یاده پېښه پرون مازدیګر مهال د سرکاڼو ولسوالۍ په تور غره نومي سیمه کې را منځته شوې ده.
د خبر پر اساس، پېښه هغه مهال را منځته شوه چې امنیه قومندان د سیمه ییزو پولیسو لپاره یوه پوسته فعالوله.
د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سید خېل د چاودنې په تأیید کې ویلي دي چې د یادو وژل شویو سر بېره ۲ تنه نور پولیس هم ټپيان شوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close