کونړ: د ملکیانو د د وژل کیدو په غبرګون کې شوی لاریون حکومت ځپلی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۱)

امنیتي سرچینې وایي، چې په کونړ ولایت کې  هغه لاریونوال چې د امریکایانو او افغان ځواکونو د تیرې شپې  د جنایاتو پر وړاندې راپورته شوي وو، د دولت پلوه ځواکونو له خوا وهل شوي او سخت تهدیدونه ورکړل شوي دي.
لاریونوالو چې د تیرې شپې د و ژل شویو ملکیانو جسدونه ورسره وو  او هڅه یې کوله مرکز اسعدآباد ته یې د اعتراض لپاره یوسي،  د اربکي ملیشو له خوا له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

د يو پلار او زوی په ګډون درې تنه ولسي وګړي تیره شپه  د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د چاپې پر مهال په مخامخ ډزو په نښه او ویې وژل.

سیمیزې سرچینې وایي،  لاریونوال د چاغان په سيمه کې د اربکيانو پوستې ته له رسیدو سره سم د سیمیزو پولیسو له غبرګون سره مخ شوي،  لاريون کوونکي  وهل شوي او ډزې ورباندې شوې دي.

سرچینې زیاتوي ، په عین حال کې د یادې بوږنونکې پیښې په ویر کې په مرکز اسعدآباد کې هم خلک راټول شوي وو، چې د پولیسو لخوا وهل شوي او سخت تهدیدونه ورکول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ګډوځواکونو لخوا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزني، هلمند،  کونړ، لوګر او یو شمیر نورو ولایتونو کې شاوخوا ۵۰ تنه ولسي افغانان وژل شوي دي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close