کونړ: پاکستاني ځواکونه ۳کیلو متره د افغانستان خاورې ته ننوتلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱)

د کونړ ځایي خلک وایي؛ چې پاکستاني ځواکونه د دانګام ولسوالۍ کې درۍ کیلو متره وړاندې راغلي.
د دوی په وینا، یاد ځواکونه د ډیورند فرضي کرښې دې غاړې ته ۳ کیلومتره خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستې او اوسمهال پرې اغزن تار تاووي.

خلک ګواښ کوي چې که مرکزي حکومت د پاکستاني ځواکونو د دې تیري مخه ونه نیسي دوی به یې په خپلسري توګه پرضد وسلوال پاڅون وکړي.

د کونړ خلک داسې مهال دا ادعا کوي چې تیره ورځ پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له پاکستاني سیال باجوه سره د ډیورند فرضي کرښې تړون لاسلیک کړی .

باید وویل شي، چې د امنیت شورا له وړاندې له پاکستان سره د اغزن تار تیرول منلي و او د فاټا پر تړون یې هم چوپتیا ښودلې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close