کونړ کې چاودنې نوولس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۶)

د کونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې پر يوه موټر د چاودنې له کبله نوولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه نن له غرمې مخکې د يادې ولسوالۍ مربوط د غني کڅ په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، چاودنه د ملکي خلکو پر موټر شوې چې په ترڅ کې يې درې تنه وژل شوي او شپاړلس نور ټپيان دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان وايي، چاودنه پر ډاډسن موټر هغه مهال شوې چې مرکز اسعداباد ته پر لاره و.

ځايي اوسېدونکي وايي، په ټپيانو کې دوه ميرمنې او ماشومان هم شامل دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close