کويټ په افغانستان کې سفارت پرانيزي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۶) د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د کويټ هېواد يو پلاوی به ډير افغانستان ته راشي او ټاکل شوې چې په کابل کې خپل سفارت پرانيزي.

دا څرګندونې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي کويټ ته له سفر وروسته کړي دي.

نوموړي د کويټ د بهرنيو چارو له وزير شيخ صباح الخالد او د هغه له مرستيال خالد جارالله سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پراختيا او د سيمې پر امینتي وضعيت خبرې کړي دي.

کرزي ويلي، چې کويټي چارواکو ورسره افغانستان کې د روغتيا او زده کړو برخه کې د همکارۍ ژمنې کړي زياتوي په ليدنه کې د سوداګریزو اړيکو، د کانونو برخه کې پر پانګونې او د ګډو همکاريو لپاره د يوه کمېسيون پر جوړېدو ټينګار شوی دی.

نوموړي په افغانستان کې د کويټ سفارت د پرانيستو نیټه نه ده ښودلې خو ويلي دي چې کويټ د اړيکو پراختيا غواړي.

که څه هم د پخواني ولسمشر حامدکرزي د دورې پر مهال هم د کويټ امير صباح الاحمد الجابر الصباح ژمنه کړې وه چې خپل سفارت به په کابل کې پرانيزي خو د کلونو په تېرېدو لا هم هغه هېواد په افغانستان کې رسمي نمايندګي یا سفارت نه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close