کویت ۲۴ تنه ایران او حزب الله ته په جاسوسي تورن کړل

کابل ټکی کام ۱۰ وږی

راپور انصار

دکویت عالي محکمي دخپل هېواد اساسي قانون له مخي دیوه ایران په شمول ۲۳ کوټي اطباع ایران او جزب الله ډلی ته دجاسوسئ په نامه تورن کړل چې دیاد شمیر تورنو کسانو څخه دری تنوله ځایه نورو سمیوته ځان رسولی چې ددوی په خلاف په غیابت کې فیصله صارده شوه.

دکویت محکمي ویلی چې تورونوکسانو په بیلابیلوځایونو دمخدره موادو قاچا يې ، دوسلو جوړولو او انفجارتوکي اونور هغه څه تر لاس ته راغلي دي چې په تخر یبي کارورنوکې تري ګټه اخستل کېده .

دکویټ محکمی دامنېتي چارواکو په حواله ویلي چې دنېولو شوو کسانو څخه ۲۲ تنو دانفجاري موادو او وسلو په استعمال  تربیه لاس ته راوړی وه چې  دوسلو په نظامي توګه استعمال څخه ئې دکویټ امنیت ته خطرپېښي کړی ؤ.

کویتي نظامي چارواکو دنېولو شوو کسانو په اړه داهم ویلي چې دغیرقانوني  وسلو د لرلو او استعمال علاوه دامنېت په ګډ وډولو او تخر یبي سرګرمیوکې هم لاس درلود.

کویټي محکمي دتورونو کسانو پر خلاف په خپله دوسيه کې دهم ویلي چې نېول شوو کسانو ديوی ترورستي ډلی سره اړیکي درلودي د دشرو روستي اعمال څخه ۱۸ ورځي دمخه ترکي د تالاشو په دوران کې غیر قانوني  وسلي او دکویټ دولت پر خلاف ترورستي مواد تر لاسه شول کویټی چارواکولومړي د دری تنو دنېولو خبر ورکړی چې دیوې تروستي ډلې سره چې کوېتي چارواکو حزب الله اشعاره کړي دهغو ی سره ئې اړیکي درلودی

ایران دکویټ ټول تورونه ردکړی او داعمل ئې غیر  قانوني عمل بلل دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close