کډوالو چارو وزارت: سږ کال له هېواده ۵۰ زره پناه غوښتونکي بهرنيو هېوادونو ته تللي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۱۶) الماس خدرخېل

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت يو تن مطبوعاتي چارواکی حفيظ احمد مياخېل وايي، چې په روان ۲۰۱۶م کال کې له افغانستانه ۵۰ زره پناه غوښتونکي بهرنيو هېوادونو ته تللي دي.

نوموړی وايي، چې د تېر کال په پرتله د افغانانو بهر ملکونو په غير قانوني تللو کې د پام وړ کم والی راغلی دی.

ښاغلی میاخېل زیاتوي، چې په ۲۰۱۵میلادي کال کې شاوخوا دوه نیم لکه افغانانو په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې.

د ګډ حکومت له پیل سره له هېواده د ځوانانو د تېښتې علتونه، نا امنی او په پراخه سطحه بې کاري ګڼل کېږي، چې له همدې کبله لکونه ځوانان اروپا او نورو هېوادونو ته د پناه اخيستو په موخه خپل هېواد پرېږدي.

بايد وويل شي، چې څه موده وړاندې جرمني، برتانيې او يو شمير نورو هېوادونو ويلي و چې افغان پناه غوښتونکي به بېرته خپل هېواد ته ولېږي.

د ملګرو ملتونو نړيواله اداره وايي، چې له سوريې وروسته دوهم شمېر د افغانانو دی، چې اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتو لپاره ځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close