کیوي: د ژمنیو مرضونو درمل

مالټه، لېمبو، کینو، سنتره، ستروس، امروت او دې ته ورته مېوې دی چې د ژمنیو مرضونو په مقابل کې مقاومت لرونکي ویټامینونه لري. خوتر څنګ یې یوه بله میوه هم شته چې که په ژمي کې استعمال شي، له ژمنیو ناروغيو به تر څه حده وژغورل شي.

ډاکټر فصیح الله عمرزی

د کال په ټولو موسمونو کې انسان له بېلابېلومرضونو سره مخ کېږي. که د دوبي د ګرمۍ په موسم کې مرضونو سخت وي او د لمر تودوخه له لویانو او ماشومانو ژوند اخلي، نو یخني هم له ماشومانو ژوند اخلي او په بېلابېلو مرضونو یې اخته کوي.

د یخنۍ په موسم کې د سالمې روغتیا په خاطر باید له یخنۍ سره مقاومت لرونکي ویټامینو خوراک وشي، په خوړو کې چې د کومو ویټامینونو قوت زیات وي، او یا هغه مېوې وخوړل شي چې لرونکي ویټامین یې د ژمنیو مرضونو په درمل کې لاس لرلای شي، باید استفاده ترې وشي.

مالټه، لېمبو، کینو، سنتره، ستروس، امروت او دې ته ورته مېوې دی چې د ژمنیو مرضونو په مقابل کې مقاومت لرونکي ویټامینونه لري. خوتر څنګ یې یوه بله میوه هم شته چې که په ژمي کې استعمال شي، له ژمنیو ناروغيو به تر څه حده وژغورل شي.

دا بله مېوه، چې هم يې خوند شته او هم يې همدا ويټامین عمده برخه ده، کيوي نومېږي.

 په کيوي کې تر خوند علاوه سي  ويټامین شته چې له یوې خوا بدن غښتلی کوي او له بلې خوا د ژمنیو مرضونو لکه زکام، سابندي، ټوخی، د وینې ناسالم جریان او… استعمال یې د ډول ډول مرضونو درملنه ده.

په کیوي کې تورې دانې له ویټامینونو ډکې دي. د هډوکو د درد په زړه پورې درملنه ده. د چا چې بدن چاغ وي، په استعمال سره یې د بدن چاغي له منځه ځي او هم یې بدن غښتلتیا مومي. د نورو ګټو علاوه د کیوي په استعمال سره سابندي له منځه وړل کېږي. که د سابندۍ ناروغ یې دوه میاشتې استعمال کړي، په بشپړه توګه به د کړاوونو له مرضه وژغورل شي.

د ژمي په یخنۍ کې کیوي د لویانولپاره هم ګټوره ده، خو ماشومانو ته که په اونۍ کې دوه یا درې کیوي ورکړل شي، له ژمنیو مرضونو به خلاص وي. او که د چا په وس پوره وي، په اونۍ کې د دې له پنځو تر اوو پورې کیوي استعمال کړي، زیاته ګټه به ترلاسه کړي.

روغتیاپوهانو د خپلو تجربو له مخې ثابته کړې ده چې د کیوي استعمال د سرطان مقابله هم کولای شي. هغه څوک چې کیوی استعمالوي، هیڅ وخت به د سرطان په مرض اخته نه شي.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close