ګارډین:امریکا که څومره عسکر افغانستان ته ولیږي،بری یې ناشونی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۹)

ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې په خپله تحلیلي مقاله کې د افغانستان روانو حالاتو ته کتنه کړې او د امریکا اوسنۍ پالیسي یې ننګولې .
ورځپاڼه وایي، په افغانستان کې د امریکا بری ناشونی دی نو له همدې کبله اوس د دې وخت دی چې په افغانستان کې د امریکا جګړې ته د پای رسولو یوه لاره وموندل شي.

لیکوال وایي، که امریکا هرڅومره نور ځواک افغان جګړې ته واستوي، طالبان نه شي ماتولی .
ورځپاڼې د استدلال په توګه ویلي ترهګر (طالبان) له خپلې خاورې هیڅ لوري ته پناه نه وړي هغوی په خپله خاوره جګړه کوي او په خپله خاوره کې پناه اخلي.

ورځپاڼې د امریکا د حکومت پر ناکامیو هم نیوکې کړې چې په وینا یې له ۱۷ کلنو وروسته هلته د داعش په نوم یوه نوې تروریستي ډله وزیږیده، د نشیې توکو کاروبار تر بل هر وخت زیات دی او نا امني تر پخوا ډیره شوې.
لیکوال اندیښنه ښوودلې چې که حالات همداسې روان و، جګړه به لا بوږنونکې او ورانونکې شي او ښایي ډیرې خونړۍ پایلې ولري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close