ګارډین: په تیرو ۱۷ کلنو کې تر دوه سوه زره ډیر افغانان او ۳۵۴۶ بهرنیان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۴)

مشهورې بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په یوه راپور کې ویلي چې پر افغانستان د امریکا تر برید وروسته په دې هیواد کې لسګونه زره افغانان قرباني شوي.

ګارډین ته د برېتانوي فعالینو یوې ډلې، چې د پارلمان غړي او فلمي ستوري په کې شامل دي، ویلي، له ۲۰۰۱ کال څخه تر دې دمه په افغان جګړو کې ۳۵۴۶ بهرني ځواکونه وژل شوي چې ۴۵۶ یې یواځې د بریتانیا هیواد اتباع وو.
ګارډین ویلي، د دې جګړو سـتره بیه بیا هم افغانانو پرې کړې او په همدې ۱۷ کلنه جګړه کې ۲۱۷۰۰۰ افغانان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان دي .

یادې ډلې په خپل راپور کې ویلي چې، له اوولسو کلنو وروسته بیا هم په افغانستان کې په پراخه کچه بې ثباتي روانه ده،په لوی لاس ولسي خلک وژل کیږي او ولسونه له سختې لوږې او اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي.
دغې ډلې د بریتانیا پر حکومت ژغ کړی چې هر څومره ژر باید خپل سرتیري له افغانستان څخه را وباسي.

تر دې وړاندې هم ګڼو لویدیځوالو شنونکو او مطبوعاتو له امریکایي او اروپايي مشرانو غوښــتي وو چې پر افغانستان خپل ظالمانه تجاوز ته د پای ټکی کیږدي او نور دې خپل پوځیان له دغه هیواده وباسي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close