ګاسمن: د امريکايي او افغان هوايي ځواک بریدونو ملکي مرګ ژوبله لوړه کړې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۷) په افغانستان کې د بشري حقونو د څار اداره وايي، په دې هېواد کې د امریکايي او افغان هوايي ځواکونو د غير قانوني هوايي بريدونو له کبله د ملکي خلکو مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو د څار ادارې مشرې پلټونکې پتريشيا ګاسمن له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې افغان او امریکايي ځواکونو په ننګرهار، لوګر، کندوز او په یو شمير نورو ولايتونو کې په ملکي خلکو هوايي بریدونه کړي چې له ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

مېرمن ګاسمن په دې راپور کې ويلي، امريکايي او افغان ځواکونو په تکرار سره په ملکيانو هوايي بریدونه کړي او هغوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې هيڅ ډول پلټنې نه دي کړي.

راپور زياتوي، د امريکايي او افغان هوايي ځواک بې پروايۍ په ملکيانو هوايي بريدونه زيات کړي ورسره د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې هم زیاتوالی راغلی دی.

د بشري حقونو د څار اداره وايي، په ملکي خلکو د هوايي بريدونو له امله د افغان حکومت او امريکا پر وړاندې د خلکو کرکه زياته کړې ده او غوښتنه يې کړې چې افغان او امريکايي چارواکي دې په ملکيانو هوايي بريدونو جدي پام وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close