ګالپ سروې: افغانان راتلونکي ته خوشبین نه دي

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۵۱)

ګالپ سروې: افغانان راتلونکي ته خوشبین نه دي

د عامه افکارو د سروې مشهوره امریکايي موسسې،‌ ګالپ، د افغانانو په باره کي خپله تازه سروې د اکټوبر پر ۲۶ مه خپره کړې ده. د ګالپ سروې وايي افغانان د جهان تر ټولو نورو ولسونو د خپل مستقبل په اړه بد بین دي. یوازي ۳۶ ٪ فیصده افغانان وايي چي دوی تېره ورځ خندلي ول. ۵۲ ٪ فیصده افغانان وايي اقتصادي ژوند ئې مخ پر خرابېدو دئ، او یوازي ۴ ٪ فیصده وايي اقتصاد ئې جګېږي.

له سروې سويو افغانانو څخه غوښتل سوي ول چي په آینده کي د خپل ممکن ښه ژوند لپاره له «صفر» څخه بیا تر «۱۰» نمرو پوري یوه وټاکي. د هغوی حد وسط نمره ۲.۷ وه. دا رقم په جهان کي تر ټولو کښته نمره ده. له افغانانو څخه غوښتل سوي ول چي په راتلونکو پنځو کالو کي د خپل ژوند د پرمختګ په باره کي یوه نمره انتخاب کړي. د هغوی د انتخاب حد وسط نمره ۲.۳ وو، دا رقم تر بل هر هیواد کښته دئ.

په افغانانو کي بېسوادي تر بل هر ملک جګه ده. دمګړی ۳۱ ٪ فیصده افغانان لیک او لوست کولای سي. ۵۷ ٪ فیصده افغانان وايي چي تېر کال داسي وخت راغلی دئ چي د خپل فامیل او ځان لپاره ئې د ډوډۍ د رانیولو پیسې نه لرلې. ۵۰ ٪ وايي چي د کرایې لپاره ئې په کافي اندازه پیسې نه لرلې.

اکثره افغانان باور لري چي د هغوی اقتصادي حالت به سم نه سي. یوازي ۴ ٪ فیصده افغانان وايي چي اقتصادي ژوند ئې مخ پر سمېدو دئ. دا رقم په جهان کي تر ټولو کښته دئ، او حتی په افریقا کي تر ټولو نېستمنو هیوادونو کم دئ.

ګالپ سروې وايي د ۲۰۱۸ سروې ښيي چي د افغانانو اقتصادي او رواني ژوند له څونه زیاتو مشکلاتو سره مخامخ دئ. په افغانستان کي د انساني ژوندانه دوه مهم اړخونه —لکه خواړه او کور — او امن او امنیت — مدام له چنلنجونو سره مخامخ دئ، او د انساني ژوندانه د همدې مهمو شیانو نه شتون د افغانانو پر رواني او اقتصادي ژوند بایدي نهایت منفي اثر کړی دئ.

ګالپ سروې وايي د افغانانو د ژوند همدا حالت په داسي حالت کي پېښ سوی دئ چي امریکا او ناټو هلته فعال حضور لري، خو د افغانستان د مشکلاتو د حلولو لپاره کوم ښه آپشن نه لري. د ګالپ سروې وايي د امریکايي پالیسي جوړونکو لپاره پکار ده چي د هري نوي ستراتیژي د جوړولو د مخه همدا شرایط مد نظر ونیسي.

Afghans’ Misery Reflected in Record-Low Well-Being Measures

__________

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close