ګانا.. هغه هېواد چې د مړي ژر ښخول پکې ”سپکاوی“ بلل کېږي

په زیاترو، بلکې ټولو، هېوادونو کې مړي تر وفات کېدو څو ساعته وروسته خاور ته سپارل کېږي. خو د افریقا په ګانا هېواد کې د مړي د ښخولو مراسم ډېرې غورځي پرځي لري، چې له امله یې مړی څو میاشتې او آن څو کلونه همداسې په مرده خانو کې پراته وي.

په ګانا کې د مړي د ښخولو د مراسمو د دومره ځنډ لامل ځینې کوچنۍ ستونزې دي.

کله پر دې جنجال وي چې څه وخت او چېرته باید ښخ شي، کله پر دې چې څوک څوک باید راوغوښتل شي او کله بیا پر دې چې ویر کوونکی به یې څوک وي. دا هغه څه دي چې له امله یې مړی تر میاشتو میاشتو، او حتی تر کلونو، پورې په یخچالونو کې پروت وي.

”کورنۍ“:

د انسان په ژوندانه کې د هغه مېرمن، مور و پلار او زامن د نوموړي کورنۍ بلل کېږي. خو په ګانا کې چې کوم کس مړ شي، د کورنۍ تعریف هم ورسره بدلېږي. دلته د کس تر مړینې وروسته، د نوموړي کورنۍ هغه کسان بلل کېږي چې دئ پکې پیدا شوی او رالوی شوی وي. یعني، د نوموړي قبیله او لیرې خپلوان یې کورنۍ بلله کېږي.

ډېر ځله داسې کېږي چې مړي او دې لیرې خپلوان هیڅکله خبره هم نه وي سره کړې، خو بیا هم د نوموړي د ښخولو پرېکړه د ده حق بلل کېږي.

د یوه کس تر مړینې وروسته، یواځې همدا د ده ”کورنۍ“ د نوموړي د ښخولو د وخت، ځای او د ښخولو د څرنګوالي د پرېکړې حق لري، که څه هم مړي وصیت کړی وي یا یې نږدې خپلوان غوښتنه وکړي، خو هر څه د دې کورنۍ د کسانو په اجازه پورې تړلي وي.

د الیزابت اوهین په نوم یوې ګانایۍ ژورنالیستې، چې د خپلو هېوادوالو پر دې رواج یې سختې نیوکې کړې، بي بي سي ته په خپله یوه لیکنه کې ویلي، ”یو مړ شوی سردار شپږ کاله له دې امله په مرده خانه کې پروت و او څه موده وړاندې ښخ کړل شو چې کورنۍ یې په دې اړه پرېکړه نه وه کړې چې ویرکوونکی مشر به یې څوک وي.“

په دې ټولنه کې د ویر کوونکي، هغه کس چې د مړي په جنازه کې د مړي د کورنۍ نیابت کوي، ټاکل زیات مهم دي، ځکه دئ یوازینی هغه کس دی چې د مړي د ښخولو واک لري او همداراز دا پرېکړه یوازې دئ کولای شي چې تر وفات شوي کس وروسته به څوک ځایناستی وي.

الیزابت اوهین وايي چې دلته د مړي ژر ښخول د نوموړي یو ډول سپکاوی بلل کېږي. دلته درې اوونۍ وروسته هم د مړي ښخول ”ژر“ بلل کېږي. دا خپله کیسه کوي او وايي، ”زما مور په ۹۰ کلنۍ کې مړه شوه او موږ درې اوونۍ وروسته ښخه کړه. خلکو زموږ دا کړنه زموږ د مور سپکاوی او هغې ته زموږ نه درناوی وباله.“

د اوهین په خبره، اتڼ او سندرې هم د جنازې برخه وي.

10 Things You Need To Practice At A Ghanaian Funeral

اوهین اوس مهال د ګانایانو د دې رواج ستر لامل د یخچالونو شتون بولي ځکه خلک خپل مړي تر کلونو کلونو پکې ساتلای شي.

د دې په خبره، که یخچالونه نه وای، موږ به مړي دومره زیات وخت نه شوای ساتلای او تر څو ورځو تېرېدلو وروسته به مو خاورو ته سپارل.

 

سرچینه
بي بي سي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close