ګرداب/ بهار مستغفر

بهار مستغفر

کومه ټولــــــنه کې چي ښــــــــــــــکلو څـخه ډم مخته شو

پوه شئ چي هلــــــته له خوښــــــــیو څخه غم مـخته شو

زما په چــــــــــــــیغو یې غوږ نه ګراوه لاړ ګــــــــــرداب ته

اوس یې مـــــسکا شوه یرغمله او ترې نم مـــــــــــخته شو

دیمــــــــــکراسي لکه ښــــــامار ډېر یې وهلي په نېــــــــښ

هله زلــــــــــــــــــــــــــمیه ! لا موکه ده که دي دم مـخته شو

توره څــــــــــــــــــــــــــــېره دروغ وعدې یې له دې وپېژنه

بیا رغـــــــــــــــــــــــونې نه یې زمونږ کلي ته بم مخته شو

بیا به حــــــــیران وي دواړه لاس به مروړي هیڅ به نه وي

د چاچي پیـــــــــــل کې له فـــــــــــکر نه قـــــدم مخته شو

چاچي په یو سر ټـــــــول جـــــــــــهان ته ســــــــينه ووهله

لاړ دایـــــــــمان او افـــــــــــغانیت سوبه کې سم مخته شو

ابدي تنــــــــــــــده یې کړه ماته په وړوکې تنــــــــــــــــــده

سبا کـــــــــــــوثر نن د خوَلو ورته زمـــــــــــــزم مخته شو

هغه ( بـــــــــــهار ) باندي نو کلی ښه رنګـــــــــین ښکاریږي

چي یې غوټـــــــــیو ته سېـــــلیو نه شـــــــــــبنم مخته شو

د هجرت دیار نېټه : چهارشنبه / ۹ / ۲ / ۱۴۳۸ هــ ق

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close