ګلبدين حکمتيار: دا انتخابات مسخره، خندوونکي او خونړۍ لوبه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۸)

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګل بدين حکمتيار وايي، مخکې مې د انتخاباتو د بهير منتقد وم اوس هم یم، زما په څېر ټول سياسي ګوندونه په دې انتخاباتو اعتراضات لري.

حکمتيار وايي، دغه انتخابات مسخره، خندوونکي او خونړۍ لوبه ده په وينا يې دا بحران زېږوونکي انتخابات دي، په دې انتخاباتو کې يواځې د افغان اولس درېيمه برخه مشارکت لري.

ګلبدين حکمتيا اريانا نيوز سره په تازه مرکه کې وويل، عمداً او قصداً نيمايي ولس په انتخاباتو کې له شرکت نه محروم کړای شو په خبره يې د افغان ولس د دېرش ميليونه څخه يواځې د يو ميليون استازي به په پارلمان کې وي او نهه ويشت ميلیونه به استازي نه لري.

نوموړي زياته کړه، دولت د احزابو اعتراضاتو ته اعتنا ونه کړه، له قوت، زور ځواک او ګواښ څخه يې استفاده وکړه، د ګوندونو سوله ييز تظاهرات يې په توپ او ټانګ ځواب کړل.

د حکتيار په خبره، ځینو سيمو ته په قصدي ډول د موادو ليږلو څخه ډډه وشوه او ډيری سيمې په قصدي ډول بندې پاتې شوې (زمونږ له نظره دا انتخابات مسخره، خندوونکي خونړۍ لوبه ده) او دا به د افغان اولس ستونزې حل نه بلکې لا نورې ستونزې به وزېږي.

په داسې حال کې نوموړی خندوونکي او مسخره انتخابات بولي چې د هغه په وينا په دغه ټاکنو کې د حزب اسلامي درې سوه نوماندان کانديد شوي زياتوي هغوی ته مو ويلي چې په انتخاباتو کې برخه واخلۍ خو په انتخاباتو باندې راضي نه يو.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې نتیجه به يې څومره درته د منلو وي او پایله يې منۍ که نه؟ وويل،بايد لومړی پايلې وګورو او له هغوی وروسته به خپل تصميم نيسو، که نتایج د منلو وړ و سمه ده، کنه بيا به خپل تصميم نيسو خو بيا هم وايم چې دغه انتخابات د افغانستان ستونزه نه شي حل کولای.

نن په افغانستان کې پارلماني انتخابات و چې په ټول هېواد کې انتخاباتي حوزې، مرکزونه او کارمندان يې د طالبانو تر سختو بريدونو لاندې و چې د معلوماتو له مخې شاوخوا دوه سوه بريدونه، چاودنې او د نښتو راپورونه ورکول شوي خو تر اوسه د تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close