ګلبدین حکمتیار به په لنډو ورځو کې کابل ته راشي

کابل ټکی کام ۱۶غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغانستان د سولې عالي شورا غړي وایي، چې له حزب اسلامي سره هوکړې ته نږدې شوي دي، او په لنډو ورځو کې به ور سره د سولې هوکړه لاسلیک شي.
د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ویلي دي، چې دا مهال د حزب اسلامي له پلاوي سره د سولې په تړاو پر ډېریو اختلافي مواردو هوکړه شوې ده.
«د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د دویم پلاوي په راتګ سره اختلافي نظریات حل شوي او تقریباً د دواړو غاړو د توافق وړ ګرځیدلي.»
باید ووایو، د ګلبدین حکمتیار له لورې کابل ته راغلی پلاوی له یوې نیمې میاشتې راهیسې د سولې عالي شورا سره پر خبرو بوخت دی.
د یادولو ده، له تور لېسته د ګلبدین حکمتیار نوم ایستل، د دغې ډلې د بندیانو خوشي کېدل او هېواد ته د افغان کډوالو راستانه کول، هغه موارد بللی شو، چې لا هم تر بحث لاندې دي، او کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتګ مخه یې ډب کړې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close