ګمان مه کوه په چا ګمان حرام دی

شعر:علي انس

ګمان مه کوه په چا  ګمان حرام دی

د غفلت خوبونه پرېږده وخت تمام دی

 

په تاريخ د اولنيو ځان خبر کړه

تا هم ايښی د هغو په لاره ګام دی

 

له بهتان او له غيبته خپل ځان ژغوره

په هر ځای درته جوړ کړی شيطان دام دی

 

هر ګستاخ سړی د خلکو بد ايسېږي

چې ګستاخ د زمانې وي خود بدنام دی

 

هر ګګر د زمانې به شي بې وسه

په بد بختو د لحد ژوند نا ارام دی

 

په کږليچه دنيا هسې مغرور مه شې

علي چا چې ګام پرې ايښی دی ناکام دی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close