د ګوانتانامو زندان بندي: امريکا د ستمبر ۱۱ تر پېښې مخکې پر افغانستان د بريد پلان درلود

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۷) الماس خدرخیل

د ګوانتنامو زندان يو کويټی بندي چې تازه له دغه زندان څخه ازاد شوی وايي، چې امريکا د يوولسم ستمبر تر پېښې مخکې پر افغانستان د بريد پلان درلود.

نوموړي د رای العالم ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې څرګنده کړې، چې امريکا د ستمبر يوولسم پېښه هسې يوه بهانه وګرزوله او پر افغانستان يې بريد وکړ.

دغه زنداني فايز الکندري وايي: ” امریکا د شرارت نابغه ده او په نړۍ کې هغه چارې تر سره کوي چې څوک یې آن فکر نه شي کولی”.

د نوموړي په باور په عربي هېوادونو کې روانې جګړې تاوتريخوالی او په اروپا کې نا امنۍ او ستونزې ټولې امريکا په لوی لاس جوړې کړي دي، خو قربانيان يې اروپايان او د اسيا عام خلک دي.

هغه همداراز د ګوانتنامو زندان سختۍ او د امريکايانو له سختو شکنجو او ظلمونو هم پرده پورته کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close