ګورئ چي د دې تنزلاتو په لړ کي بالاخره د اشغال شتون ته هم زړه ښه نه کړئ؟!

عبدالمالک « همت »

لکه چې  خبر لرو د روان لمريز کال د سلواغې د مياشتي پر ۲ او ۳ مه ورځ د قطر په دوحه کې د پګواش د مؤسسې له خوا د افغانستان د سولې په اړه غیر رسمي، څېړنيزه غونډه وشوه. په دې غونډه کې د طالبانو پر استازو سربېره يو شمېر بهرنيانو او يو زيات شمېر افغانانو ګډون کړی و.

لومړی خو دا باید څرګنده شي چې د دې غونډې په افغانو برخوالو کې يو شمېر کسان ډېر ښه خلک وه، خو ځينې يې کوم چې د طالبانو په خوښه ور بلل شوي وه د دې وړ نه و، چې مازی په خوله د طالبانو په پلوي په دغسي غونډو کې چارشانه ناست وي. ځکه دوی د نيواکګرو(اشغالګرو) او د کابل د ادارې او نورو ډول ډول خدمتونه کړي او اوس يې هم چوپړ وهي، دغه لامل دی چې هغو ته منلي کسان دي او نازوي يې، د کابل په اداره کي يې هم په نه استحقاق سره لوړو پوسټونو ته رسولي، اوس يې هم د خپلو چوپړيانو په لیکو کی د منلو په هيله هلي ځلي کوی او چي وس يې ورسيږي د ګټو د شراکت له امله به تل اوبه د اشغالګرو پر ژرنده ور خوشي کوي.

د دوی په ټاکلو کي طالبان پړه نه دي. دا درغلي د هغو کسانو ده چي دا کلونه کلونه يې د طالب او د طالب د مشوره چي په نامه ډېري نوري درغلۍ هم کړي، له دغسي کسانو څخه يې غوښني ګټي ترلاسه کړي او په بدل کي يې دغسي او داسي نور مساعدتونه ورسره کړي او کوي يې.

د کابل په اداره کي که د سړو نيستي وي او د قحط الرجال له امله له هر ”روبيضه ( ). او هر کاره هیچکاره “ څخه کار اخلي ، وي به، خو زموږ ګران هيواد، آن په خپلو غرونو، دښتونو او ساراوو کي هم سړي بېخي ډېر لري.

زما هيله د طالبانو له درنو مشرانو څخه داده چي پر دغسي اپرچونيستو چالاکانو او غير امينو سلاکارانو اعتماد ونه کړي، په دې اړه دي له بشپړ دقت څخه کار اخلي او پر رښتيانيو خدای پالو، وطندوستو او د خلکو پررښتينو خدمتګارانو باندي دي که څه هم (د نه شوق له امله) شهرت ته نه وي رسېدلي تکیه کوي. که نه دغسي کسان او مشوره چيان به داسي ستونزي ورته پېښي کړي چي بیا به ځني راوتلای نه سي، وما علينا الا البلاغ. ښه، رابه سو دې بلي خبري ته چي هغه د طالبانو په دريځونو کي د تنزلاتو او تېرېدنو خبره ده.

هو، تر دې مي د يوه مولوي صاحب کيسه را په یاد سوه. دا مولوی صاحب وهابي سوی وو. نورو ملايانو صاحبانو ډول ډول خبري پسي کولې. ځينو مناظرې ورسره کولې، ځينو مظاهرې پسي کولې، چا ګواښه، يوشمېر ملایانو په ولايت او کابل کي عريضې پر وکړې.

د مولوي صاحب سره به چي چا په کومه ديني مسأله کي د سلفيت یا وهابيت په خلاف خبره وکړه، نو هغه به سمدستي يو کوچنی جيبي قرآن کریم له جېبه راوايست او اړوند آيت به يې ورته تلاوت کړ او دلایل به يې ورته ويل. مولوي صاحب که څه هم يو معمولي اطرافي ملاوو ، خو په دې ډول يې زيات شهرت وموند او خلکو به پر ويل چي خورا لوی ملا دی، خو دادی چي وهابي سوی او له سمي لاري اوښتی دی.

بالاخره پر مولوي صاحب باندي خلقیان پېښ سول. هغو ډېر تشويق کړ، هرڅه چي به مولوي صاحب ويل هغو به ډېر ښه ګڼل. مولوي صا حب يې کرار کرار نوو او د دين خلاف ډول ډول خبرو منلو ته تشويق کړ. مولوي صاحب به پر دې ډېر ټينګار کاوه چي لوی څښتن يو دي او هيڅ شريک نه لري او دا خلک ډول ډول شريکان ورته نيسي. په دې ترځ کي کمونيستانو هغه ته په تدريج سره د مارکسيزم، لنینیزم کتابونه، د افاناسیف فلسفه او داسي نور مواد د مطالعې لپاره ورکول او نور تبليغات او تلقينات يې هم ورته کول. يو مهال مولوي صاحب د ملايانو د عرض له امله کابل ته وروغوښتل سو. هلته د داود خان د وختو د قبايلو او بیا د کورنيو چارو وزير د قبایلو د وزارت د مسجد جامع امام وټاکی. له دې سره سړی نور هم کمونيستانو ته ور ډېر سو.

پای کمونيستان په خپلو چالاکيو سره د مولوي صاحب سره تر دې کچي وړاندي ولاړل او ورته ويې ویل: چي ـ العياذ بالله زما په خوله دې خدای نه کوي – دا يو خدای چي ته يې يادوې دا هم نسته؟؟ نو هغه وو چي د کمونيستانو د دغسي اړيکو، تبليغ، هڅونو او پرله پسې تلبيسونو په نتيجه کي له مولوی صاحب څخه دين، وهابيت او د الله جل جلاله وحدانيت ټول پاته سول او يو سر سخت کمونيست ځني جوړ سو. چي هم يې دا دنيا خرابه سوه او هم يې هغه دنيا.

اوس چي د طالبانو له پخوانيو موخو څخه دې وروستيو تنزلاتو او څو زينې راکښته کېدو ته ګورو بېرېږو چي خدای مه کړه د اوسمهال د پردي پالو سيکولرانو او ځينو په ډول ډول جاسوسي غارونو روږدو طالب ډولو عناصرو د تلقيناتو او چالاکيو تر اغېز لاندي د هغه مولوي صاحب کانه په ونه سي. ځکه د دغو کسانو په نيرنګونو او چلونو او څه هم د دوی د داخلي ناخوالو او په سياست کي د دوی د کمښتونو له امله دې ته تشويق سوي يا اړ سوي دي چي ځانونه په ټوله معنا او کټ مټ د پرديو د ګمارلو سیکولرانو د موخو او تمايلاتو سره سم او برابر وښيي او ډېر څه ور سره ومني. دوی لکه چي داسي فکر کوي چي باید خلکو ته وښيي چي په دغو چارو کي د کابل تر واکمنو ډېر مترقي دي. د پګواش په غونډه کي چي د طالبانو د خط مشي، اهدافو او غوښتنو په باب کومه وينا واروله سوه، تر دې پولي ښايي د افغانستان خلک ور سره موافق وي يا نه وي، خو کفار، د کابل اداره او نور سيکولران په دې هم نه ځني رضا کيږي، بلکي ښايي کفار او د کابل اداره خپلو ګمارلو ته بیا هم دنده ورکړي چي هغوی په لطایف الحيل او ډول ډول چالاکیو، تشويقونو، غوښتنو، نصيحتونو او توصيو او تلبيسونو طالبان نور وهڅوي چي تر هماغي اصلي خبري چي له ګران هيواده د اشغالګرانو شړل دي هم تېر سي.

دې وروستيو تحولاتو او هوا او فضا دا وېره هم زما سره پیدا کړې ده او هم ښايي د ډېرو نورو خلکو سره وي. په هغو صورت کي به نو خدای دي نه کوي هم د افغانستان د مظلومو خلکو خاوري په خوله وي او هم به د طالبانو دا او هغه دنيا د هماغه مولوي غوندي خرابه سوې وي. ګورئ درنو دوستانو چي دا خبري مي پر غرض مرض راوانه ړوئ. زه په دې خبرو کي د خدای جلت عظمته د دين، هيواد او خلکو د نصرت او ملاتړ پرته بله هيڅ موخه نه لرم او بې له خدایه له هيچا څخه هيڅ نه غواړم. خو په دې دي هر څوک پوه سي چي د خپل دين، فرهنګ، هيواد او خلکو له ګټو څخه هم په هيڅ ګون سترګي نه سم پټولای. دا هيواد د څو معدودو کسانو نه دی، بلکي په دې کي د دې هيواد فرد فرد حق لري. زما د دې خبرو په اړه طالبانو وروڼو ته هغه متل وريادوم چي وايي : ”دوست به دي وژړوي، دښمن به دي وخندوي“ او د حضرت رحمان بابا رحمة الله عليه دا شعر ورته ډالۍ کوم:

و بدخواهو ته څوک نيک نصيحت نه کا

رحمان ستا په غم شريک دی که باور کړې

والسلام.

اړوند مطالب

1 thought on “ګورئ چي د دې تنزلاتو په لړ کي بالاخره د اشغال شتون ته هم زړه ښه نه کړئ؟!”

  1. د طالبانو سياسي فعاليت د دښمنانو له شر څخه د ځان ساتلو په موخه :
    سيمه ايزو هيوادونو د طالبانو په خلاف د امريکايانو له يرغل سره ډيره مرسته وکړه ، تر اوسه طالبانو قولاً د دوی پر ضد يوه وينا هم نده صادره کړې خو عملاً او په غير مستقيم ډول دغو هيوادونو د طالبانو په ضد له امريکا سره د ملګرتيا لوړه بيه پرې کړه.
    طالبانو ته دغه سياست دا ګټه ورسوله چې د وخت په تيريدو يې سيمه ايز غليمان يو څه ډاډه او طالبانو ته د دوی د سيمو د استعمال او د دوی د ولسونو د خواخوږی څخه د ګټې اخيستنې زمينه برابره شوه ، او خپل ملګري يې له ټولو خواؤ څخه په ستونزو کې له راګير کيدو څخه وساتل.
    د طالبانو د دې سياست منتقدين هم ډير ؤ خاصتاً هغه کسانو چې احساسات پرې غالب ؤ ، هر طالب او د طالبانو له داخل څخه باخبره شخص په دې ښه پوهيږي چې د پګواش په څېر غونډې او په دغه غونډو کې بيانيې که هغه که يو څه سختې وي او يا نرمې د طالبانو رښتونی عملي دريځ نشي تمثيلولای او تل د نړۍ په وړاندې د طالبانو ظاهري سياست يوازې د دښمنانو د تجريد او د دښمنانو د شر څخه د ځان ساتلو په موخه دي.
    موږ د سياسي لوبې په خطرناک توب باور لرو او ډير دقت او احتياط پکې پکار دی خو د طالبانو د تحريک په اړه تجربو دا ښودلې چې تل يې ظاهري سياست يوازې د سيمه ايزو هيوادونو او نړيوالو د بوختولو ، د دوی د پام د اړولو ، د دوی له شر څخه د ځان ساتلو او د جهادي فعاليتونو لپاره د وخت او فرصت د تر لاسه کولو په هدف وي.
    بله دا چې که سالم د اسلامي شريعت سره سم سياسي فعاليت نه وي يعنې داسې سياسي فعاليت چې زموږ د آرمانونو د تحقق په موخه له جهادي فعاليتونو سره مرسته وکړي نو يوازې په نظامي لار موږ تر رښتوني بري ته چې له کوم ګواښ او تشويش پرته د اسلامي نظام حاکميت دی نشو رسيدلای.
    په اوس وخت کې سالم او د شريعت سره برابر سياست هم له دښمنانو سره د مبارزې يوه لار ده .
    طالبانو نه تنزل کړی ، نه د تنزل سابقه لري ، نه به تنزل وکړي او د ټولو سر په دې خلاص دی چې متنزلي په اسلامي امارت کې يوه ورځ وخت هم نلري او نه څوک اجازه ورکوي نو ځکه د پګواش په څير غونډې کومې د تشويش وړ غونډې ندي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close