ګوګل په مصنوعي ذهن  دايميل ځواب ورکولو سافټ وئير جوړ کړ

(ساینسي خبر)

نن سبا چې په الکترونيکي وسايلو دنړۍ له يوه کونجه هر لوري ته معلومات ورکول کېږي؛

شرق له غربه په سانيو کې خبر ترلاسه کوي ، دا ټول دنويو الکترونيکي وسايلو برکت دی ،چې دکلونو او مياشتو کارونه يې ورځو او څو شېبوته رالنډ کړي دي .

ګوګل اعلان کړی دی چې ديوه مصنوعي ذهن آله به جوړه کړي چې په خپل وخت سره د يوه  ايميل ځواب ورکولی شي ، ګوګل دپټو معلوماتو د آلې په څېر دا جوړه کړې ذهني آله نه يوازې داچې دايميل ځواب په خپل وخت ورکولای شي؛ بلکې دايميل په وسېله پوښتنې هم په خپل ذهن کې ساتي او داړتيا پرمهال ټوله ثبت شوې وينا څرګندوالی شي.

دګوګل کمپنۍ په روان کال کې درې ډوله زياتوالی کړی دی چې مونږ يوازې دمصنوعي ذهن ياونه کوو . اصلي خبره دا ده چې انسان څرنګه دکمپيوټر په ټايپ کولو کې کوښښ کوي او وخت په تېريدو سره يې دټايپ کولو په برخه کې پرمختګ رامنځ ته کېږي دا ډول ګوګل غواړي دوخت په تېرېدا سره په خپلو تجربو کې زياتوالی راولي او ترهرچا لومړی مقام خپل کړي.

دګوګل لخوا دمصنوعي ذهن سافټ وئير جوړول په رښتيا چې يوه حيرانوونکې تجربه ده چې يې دانسان څخه د ګوګل نوې جوړ سافټ وئير دايميل ځواب ورکوي .

دګوګل دمالي څانګې مشر وايي چې سافټ وئير يې دمصنوعي ذهن په نامه دټولو پوښتنو سالم ځواب نه وايي. دا سافټ وئير لومړی په ايميل کې ليکنه په غور سره لولي او بيا ورته ځواب ګوري دښه سوچ وروسته خپل قناعت حاصل کړي او بيا په ليکلي شکل دايميل ځواب ورکوي .ګوګل دنړيوالو لپاره ډېرې اسانتياوې رامنځ ته کړي دي چې دجي ايميل دلارې په يوه وخت کې ۴۰ مليونه کسان په خپلو کې په وړيا توګه اړيکې نيولای شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close