ګيلاس د وينې د پاکوالې ګټور خوراک

حکيم سميع الله

د انسان د بدن د قوت ، ودې  او د ناروغيو سره د مقابلې لپاره د مېوې خوراک ګټور  ښودل شوی،  په دې  چې اکثر طبيبان د درمل  ورکولو پر مهال رنځور ته د سبزۍ چاتو اومېوې دخوراک  لار ښوونه کوي.

ميوه وچه وي او که لمده ؛ دواړه په خپل ځای د انسان بدن ته ګټه رسوي ،ځينې مېوې شته ، چې په دواړو صورتونو کې لمده او وچه استعمالېږي ؛ خو  موږ ، چې نن په  د بدن د ودې او قوت په اړه رڼا  اچوو دا مېوه لمده استعمالېږي ؛ خو د موسم  په تېريد وسره اوس هر وخت د خوراک يا څښاک وړده ، چې د جوس په شکل هم استعمالېږي.

 دا مېوه د ګيلاس په نامه يادېږې ،  چې زمونږ هېواد وال يې په ملمه پالنه کې زياته استعمالوي ، د ګيلاس ډولونه اوس د زراعت د پرمختګ له مخې زيات شوي دي ، وطني ګيلاس به سور تور بخن رنګ کې او اوسني زراعتي ګيلاس په زيړ رنګ کې ليدل کېږي،  په اهميت او ګټه رسولو کې دواړه سره برابردي.

 طبيبان وايي:  د ګيلاس کارول د ويني په جريان او پاکوالي کې زياته مرسته کوي ، ګيلاس د خوراک پر مهال د اشتها سبب هم ګرځي، د ګيلاس تازه خوراک زيات ګټور دی ، چې په طبعي ډول يې انسان وخوري يوازې د بدن وده نه ؛ بلکې د انسان په ښکلا  کې هم مرسته کوي .

ګيلاس د ( انتو سانين ) په نامه ماده لري ، چې د بدن په وده کې مرسته کوي ، ګيلاس ۸۰٪ سلنه اوبه لري او  پوستکي يې هم د خوراک وړ دي.

 د ګيلاس د دانو ډکی ، چې ورپورې نښتي وي طبيبان يې د بېلا بېلو مرضونو د درملنې لپاره استعمالوي،  طبيبانو د حامله  ښځو لپاره د ګيلاس خوراک ډېر ګټور بللی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close