ګډوځواکونو د ولسي جرګې یو کاندید وژلی او د کورنۍ غړي یې نیولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۳)

راپورونه وایي چې نن  د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې یو احتمالي نوماند (حاجي جلال الدین) د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا په ګډه چاپه کې وژل شوی .

سرچینې وایي، پیښه د ۱۷ حوزې اړوند د الفتح په کلي کې رامنځته شوې خو د علت په تړاو یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
د محمد حفیظ په نامه د وژل شوي نوماند د کورنۍ یوه غړي رسنیو ته ویلي، نن غرمه یې کور ته بهرني او اداخلي عسکر ور ننوتل ، لومړی یې کاندید (جلال الدین) وواژه او بیا یې د نوموړي د کورنۍ څو غړي د بندیانو په توګه له ځانه سره یووړل.

وژل شوی نوماند د کابل د پخوانی والي تاج محمد مجاهد د تره ځوی او زوم و، د یادولو ده چې تاج محمد هم د ولسي جرګې ټاکنو کې مستقل نوماند دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close